ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
5 : 18

مَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ وَّلَا لِاٰبَآىِٕهِمْ ؕ— كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ ؕ— اِنْ یَّقُوْلُوْنَ اِلَّا كَذِبًا ۟

په دې كې نه دوى څه پوهه لري، نه يې پلرونه، ډېره لويه (غلطه) خبره يې له خولي راوځي، خو پرته له دروغو بل څه نه وايي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 18

فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ اِنْ لَّمْ یُؤْمِنُوْا بِهٰذَا الْحَدِیْثِ اَسَفًا ۟

نو ښايې ته له ډېره غمه د هغوى په وروسته ګرځېدو د خپل ځان وژونكى يې، كه په دې خبره يې ايمان رانه وړلو. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 18

اِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَی الْاَرْضِ زِیْنَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ اَیُّهُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا ۟

څه چې پر دې ځمكه دي هغه مو د هغې لپاره ښكلا ګرځولې، تر څو هغوى وازميو چې كوم يو يې په عمل كې ډېر غوره دى. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 18

وَاِنَّا لَجٰعِلُوْنَ مَا عَلَیْهَا صَعِیْدًا جُرُزًا ۟ؕ

او څه چې پر هغې دي، يقيناً موږ يې هوار ډاګ جوړونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 18

اَمْ حَسِبْتَ اَنَّ اَصْحٰبَ الْكَهْفِ وَالرَّقِیْمِ كَانُوْا مِنْ اٰیٰتِنَا عَجَبًا ۟

آيا ته انګېرې چې د سمڅې او تختې والا زموږ له عجيبه نښانو څخه دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
10 : 18

اِذْ اَوَی الْفِتْیَةُ اِلَی الْكَهْفِ فَقَالُوْا رَبَّنَاۤ اٰتِنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةً وَّهَیِّئْ لَنَا مِنْ اَمْرِنَا رَشَدًا ۟

كله چې هغو زلميانو سمڅې ته پناه يوړه نو ويې ويل: زموږ ربه! له خپل لوري دې موږ ته رحمت راكړه او په (دې) كار كې مو سمون راوله. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 18

فَضَرَبْنَا عَلٰۤی اٰذَانِهِمْ فِی الْكَهْفِ سِنِیْنَ عَدَدًا ۟ۙ

نو هغوى مو په هماغې سمڅه كې یو شمېر كلونو پورې په درانده خوب ويده كړل. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 18

ثُمَّ بَعَثْنٰهُمْ لِنَعْلَمَ اَیُّ الْحِزْبَیْنِ اَحْصٰی لِمَا لَبِثُوْۤا اَمَدًا ۟۠

بيا مو را پاڅول ترڅو وګورو د هغو له دوو ډلونه كومه يوه د خپلې استوګنې موده ښه شميرلاى شي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 18

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْكَ نَبَاَهُمْ بِالْحَقِّ ؕ— اِنَّهُمْ فِتْیَةٌ اٰمَنُوْا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنٰهُمْ هُدًی ۟ۗۖ

موږ یې ریښتیني کیسه درته کوو، هغوى څو تنه زلميان وو چې پر خپل پروردګار يې ايمان راوړى و او موږ یې هدايت لا ور زیات کړ. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 18

وَّرَبَطْنَا عَلٰی قُلُوْبِهِمْ اِذْ قَامُوْا فَقَالُوْا رَبُّنَا رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ لَنْ نَّدْعُوَاۡ مِنْ دُوْنِهٖۤ اِلٰهًا لَّقَدْ قُلْنَاۤ اِذًا شَطَطًا ۟

او د هغوى زړونه مو لا هغه مهال ورټينـګ كړي و كله چې دوى پاڅېدل او ويې ويل: زموږ رب خو هماغه د آسمانو او ځمكې رب دى، هېڅكله به له هغه پرته بل معبود راونه بولو، كنه بيا خو به مو ډېره غلطه خبره كړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 18

هٰۤؤُلَآءِ قَوْمُنَا اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً ؕ— لَوْلَا یَاْتُوْنَ عَلَیْهِمْ بِسُلْطٰنٍ بَیِّنٍ ؕ— فَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۟ؕ

زموږ دې قوم خو د الله نه پرته نور معبودان نيولي دي، د هغوى لپاره ولې كوم څرګند دليل نه راوړي؟ نو څوک به له هغه چا ډېر ظالم وي چې الله پورې دروغ تړي؟ info
التفاسير: