ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
114 : 20

فَتَعٰلَی اللّٰهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۚ— وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْاٰنِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یُّقْضٰۤی اِلَیْكَ وَحْیُهٗ ؗ— وَقُلْ رَّبِّ زِدْنِیْ عِلْمًا ۟

نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی، بادشاه دی هغه ذات چې هغه لره بادشاهي د هر یو شي ده، هغه ذات چې هغه حق دی او وینا یې هم حقه ده، اوچت او پاک دی د هغو صفاتو نه چې مشرکین یې ورله بیانوي، او ته تلوار مه کوه -ای پېغمبره- د قران کرېم په لوستلو د جبرېل سره وړاندې لدې چې هغه یې تاته تمام کړي، او ووایه: ای زما ربه! زیاته کړې مالره پوه د هغې پوهې سربیره چې تا راکړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 20

وَلَقَدْ عَهِدْنَاۤ اِلٰۤی اٰدَمَ مِنْ قَبْلُ فَنَسِیَ وَلَمْ نَجِدْ لَهٗ عَزْمًا ۟۠

او یقېنا حکم کړی و مونږ ادم -علیه السلام- ته مخکې له ونې څخه د نه خوړلو، او مونږ د دې نه منع کړی و، او د دې نه د خوړلو انجام مو ورته هم بیان کړی و، نو هغه دا حکم هیر کړی و او د دغې ونې نه یې خوراک وکړ، او د هغې نه یې ځان ونه ساته او مونږ نه و موندلې هغه لره پوخ عزم په ساتلو د هغه څه چې مونږ ورته پرې حکم کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 20

وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰی ۟

او یاد کړه -ای پېغمبره- کله چې مونږ ووېل ملاېکو ته: سجده وکړئ ادم ته سجده د احترام، نو ټولو سجده وکړه مګر ابلېس -کوم چې د دوی سره و خو د دوی د جنس څخه نه و- بند شو د سجدې کولو نه د تکبر د وجې. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 20

فَقُلْنَا یٰۤاٰدَمُ اِنَّ هٰذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا یُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقٰی ۟

پس ووېل مونږ: ای آدمه! بېشکه دا ابلېس دښمن ستا دی او دښمن ستا د ښځې دی، پس ودې نه باسي تا لره او بي بي ستا له جنته په خپلې تابعدارۍ سره، د هغو وسوسو په وجه چې کوي یې،نو ته به په تکلېف او مشقت کې پرېوځې. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 20

اِنَّ لَكَ اَلَّا تَجُوْعَ فِیْهَا وَلَا تَعْرٰی ۟ۙ

یقېنا ستا لپاره په الله تعالی باندې دا دي چې خوراک به درکوي په جنت کې نو نه به وږی کیږې، او جامې به درکوي نو نه به بربنډېږې. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 20

وَاَنَّكَ لَا تَظْمَؤُا فِیْهَا وَلَا تَضْحٰی ۟

او څښاک به درکوي نو نه به تږی کیږې، او سوری به درباندې راولي نو د لمر ګرمي به درته نه رسېږي. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 20

فَوَسْوَسَ اِلَیْهِ الشَّیْطٰنُ قَالَ یٰۤاٰدَمُ هَلْ اَدُلُّكَ عَلٰی شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَّا یَبْلٰی ۟

پس وسوسه واچوله شیطان آدم ته، او ورته یې ووېل: آیا نه درښاېم زه تا ته داسې یوه ونه چا چې د هغې نه خوراک وکړ نو هیڅکله به نه مړ کېږي، بلکې همېشه به ژوندی پاتي کیږي، او داسې پاچاهي به حاصلوي چې همېشه به وي نه به پرې کیږي او نه به ختمېږي. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 20

فَاَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْاٰتُهُمَا وَطَفِقَا یَخْصِفٰنِ عَلَیْهِمَا مِنْ وَّرَقِ الْجَنَّةِ ؗ— وَعَصٰۤی اٰدَمُ رَبَّهٗ فَغَوٰی ۪۟ۖ

پس خوراک وکړ ادم او حواء د هغې ونې نه چې دا دواړه یې د خوراک نه منعه شوي وو، نو ښکاره شو دې دواړو ته عورتونه د دوی وروسته له دې نه چې پټ وو، او شروع شول دا دواړه چې راشکولی یې پاڼي د جنت د ونو نه، او په دې سره یې خپل عورتونه پټول، او خلاف وکړ ادم د حکم د رب خپل ځکه چې د هغه حکم یې عملي نه کړ په ځان ساتلو سره د خوراک د دغې ونې نه، نو تجاوز یې وکړ هغه څه ته چې ده لره نه وو جاېز. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 20

ثُمَّ اجْتَبٰهُ رَبُّهٗ فَتَابَ عَلَیْهِ وَهَدٰی ۟

بیا غوره کړ هغه لره الله تعالی او د هغه توبه یې قبوله کړه، او توفېق یې ورکړ د سمې لارې طرف ته. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 20

قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِیْعًا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۚ— فَاِمَّا یَاْتِیَنَّكُمْ مِّنِّیْ هُدًی ۙ۬— فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَایَ فَلَا یَضِلُّ وَلَا یَشْقٰی ۟

الله تعالی ادم او حواء ته ووېل: کوز شئ د جنت نه تاسې دواړه او ابلېس هم، نو پس یقېنا هغه ستاسې د دواړو دښمن دی او تاسې دواړه د هغه دښمنان یاست، نو پس که راشي تاسې ته زما له طرفه بیان زما د لارې: نو ستاسې څخه چې چا زما د لارې د بیان تابعداري وکړه، او په هغه یې عمل وکړ او کوږ ترې نه شو؛ نو بېشکه دې به د حق څخه نه بې لارې کیږي، او په آخرت کې به هم بدبخته نشي په عذاب سره، بلکې الله تعالی به یې جنت ته داخلوي. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 20

وَمَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِیْ فَاِنَّ لَهٗ مَعِیْشَةً ضَنْكًا وَّنَحْشُرُهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ اَعْمٰی ۟

او هر چا چې زما د یاداشت نه مخ واړاوه او قبول یې نه کړ او هغه یې ونه مانه نو یقېنا وي به ده لره تنګه زندګي په دنیا کې او په برزخ کې (د مرګ نه وروسته تر قیامته پورې)، او راکش به کړو ده لره د محشر میدان ته د قیامت په ورځ پداسې حال کې چې سترګې او دلېل دواړه به ترې ورک وي. info
التفاسير:

external-link copy
125 : 20

قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِیْۤ اَعْمٰی وَقَدْ كُنْتُ بَصِیْرًا ۟

وایې به دا مخ اړوونکی د ذکر نه: ای زما ربه! ولې دی نن ورځ زه ړوند راپورته کړم، حال دا چې زه په دنیا کې بینا (لېدونکی) وم. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• الأدب في تلقي العلم، وأن المستمع للعلم ينبغي له أن يتأنى ويصبر حتى يفرغ المُمْلِي والمعلم من كلامه المتصل بعضه ببعض.
د علم په حاصلولو کې ادب لازمي دی، او علم ته غوږ کیښودونکي لره پکار دی چې زغم او صبر وکړي تر دی چې بیانوونکی او استاذ خپلې خبرې ختمې کړي کومې چې د یو بل سره پېوسته وي. info

• نسي آدم فنسيت ذريته، ولم يثبت على العزم المؤكد، وهم كذلك، وبادر بالتوبة فغفر الله له، ومن يشابه أباه فما ظلم.
ادم -علیه السلام- خبره هیره کړه نو اولادې یې هم هیره کړه، او په خپل کلک عزم مضبوط نشو، او اولادونه یې هم دغه شان دي، او په تلوار سره یې توبه وکړه نو الله تعالی ورته بخښنه وکړه، او څوک چې د خپل پلار په شان کار وکړي نو ظلم یې نه دی کړی. info

• فضيلة التوبة؛ لأن آدم عليه السلام كان بعد التوبة أحسن منه قبلها.
د توبې فضېلت؛ ځکه چې آدم -علیه السلام- د توبې څخه وروسته د خپل مخکني حالت نه ډیر ښه و. info

• المعيشة الضنك في دار الدنيا، وفي دار البَرْزَخ، وفي الدار الآخرة لأهل الكفر والضلال.
تنګه زندګي په دنیا کې، او په برزخ کې، او په اخرت کې د کافرانو او ګمراهانو لپاره ده. info