ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
38 : 20

اِذْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّكَ مَا یُوْحٰۤی ۟ۙ

کله چې الهام وکړو مونږ ستا مور ته هغه څه چې مونږ ورته الهام کاوه د هغې طرېقې نه چې الله تعالی پرې ته د فرعون د چل او فرېب نه وساتلې. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 20

اَنِ اقْذِفِیْهِ فِی التَّابُوْتِ فَاقْذِفِیْهِ فِی الْیَمِّ فَلْیُلْقِهِ الْیَمُّ بِالسَّاحِلِ یَاْخُذْهُ عَدُوٌّ لِّیْ وَعَدُوٌّ لَّهٗ ؕ— وَاَلْقَیْتُ عَلَیْكَ مَحَبَّةً مِّنِّیْ ۚ۬— وَلِتُصْنَعَ عَلٰی عَیْنِیْ ۟ۘ

نو یقینا مونږ ورته امر کړی و کله چې ورته مونږ الهام کاوه: چې وغورځوه دې لره وروسته د پیدایښت د هغه نه په صندوق کې، او وغورځوه دا صندوق په دریاب کې، نو وبه غورځوي یې دریاب په غاړه زمونږ په امر، نو راوبه نیسې دې لره دښمن زما او دښمن د هغه، او هغه فرعون دی، او اچولې ما په تا باندې مینه او محبت زما له طرفه، نو خلکو تا سره مېنه پیداکړه، او د دې لپاره چې ستا پالنه زما د سترګو په وړاندې وشي او زما په حفاظت کې وشي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 20

اِذْ تَمْشِیْۤ اُخْتُكَ فَتَقُوْلُ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰی مَنْ یَّكْفُلُهٗ ؕ— فَرَجَعْنٰكَ اِلٰۤی اُمِّكَ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ؕ۬— وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّیْنٰكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنّٰكَ فُتُوْنًا ۫۬— فَلَبِثْتَ سِنِیْنَ فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ ۙ۬— ثُمَّ جِئْتَ عَلٰی قَدَرٍ یّٰمُوْسٰی ۟

کله چې ووتله خور ستا روانه وه په کوم طرف چې صندوق روان و څاره یې دا صندوق، نو وئې ویل هغه چا ته چې دا صندوق یې ونېوه: آیا زه نه درښایم تاسې ته داسې څوک چې وبه ساتي دې لره او شیدې به ورکوي او پالنه به یې کوي؟ نو مونږ په تا باندې احسان وکړو چې ته مو خپلې مور ته بېرته راوګرځولې د دې لپاره چې هغه ستا په بېرته راګرځېدلو باندې خوشحاله شي، او ستا د وجې خفه نشي، او وواژه تا هغه قبطي چې تا په سوک وواهه، نو مونږ په تا باندې احسان وکړ چې ته مو د سزا نه بچ کړې، او ته مونږ بچ کړې څو څو وارې د هر قسم امتحان نه چې ته ورسره مخامخ شوی وې، پس ته ووتلې او د مدین والاو سره دې څو کاله تیر کړل، بیا ته راغلې په هغه وخت کې چې ستا لپاره لېکل شوي وو چې ته پکې راشې د دې لپاره چې ستا سره خبرې وشي ای موسی. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 20

وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِیْ ۟ۚ

او غوره کړی ئې ته ما د دې لپاره چې ته زما لپاره استازی (پېغمبر) شې، رسوي به خلکو ته هغه وحې چې ما تاته کړې. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 20

اِذْهَبْ اَنْتَ وَاَخُوْكَ بِاٰیٰتِیْ وَلَا تَنِیَا فِیْ ذِكْرِیْ ۟ۚ

لاړ شه ته -ای موسی- او ورور ستا هارون، زمونږ په معجزاتو هغه چې دلالت کوونکي دي د الله تعالی په قدرت او یووالي د هغه، او تاسې کمزوري مه کوئ زما طرف ته په دعوت کولو کې، او زما په ذکر کولو (یادولو) کې. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 20

اِذْهَبَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ۚۖ

لاړ شئ تاسې دواړه فرعون ته، بېشکه هغه د حد نه وتلی په کفر او سرکشۍ کې په الله تعالی باندې. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 20

فَقُوْلَا لَهٗ قَوْلًا لَّیِّنًا لَّعَلَّهٗ یَتَذَكَّرُ اَوْ یَخْشٰی ۟

نو ووایئ هغه ته وینا نرمه چې سختي پکې نه وي؛ شاید چې پند واخلي، او د الله تعالی څخه وویریږي نو توبه به وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 20

قَالَا رَبَّنَاۤ اِنَّنَا نَخَافُ اَنْ یَّفْرُطَ عَلَیْنَاۤ اَوْ اَنْ یَّطْغٰی ۟

موسی او هارون -علیهما السلام- وویل: بېشکه مونږ ویریږو د دې نه چې تلوار به وکړي په سزا کې مخکې د پوره کیدو د دعوت د هغه نه، او یا به د حد نه ووځي په مونږ باندې په ظلم کولو کې په وژلو او یا بل قسم ظلم سره. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 20

قَالَ لَا تَخَافَاۤ اِنَّنِیْ مَعَكُمَاۤ اَسْمَعُ وَاَرٰی ۟

ویې وییل: تاسې مه ویریږئ؛ یقینا زه ستاسې سره یم په مرسته او تایید کولو کې، اورم او وینم هغه څه چې ستاسو ترمنځ کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 20

فَاْتِیٰهُ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلَا رَبِّكَ فَاَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ؕ— قَدْ جِئْنٰكَ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— وَالسَّلٰمُ عَلٰی مَنِ اتَّبَعَ الْهُدٰی ۟

نو ورشئ تاسې دواړه هغه ته نو ورته ووایئ: یقینا مونږ رسولان (استازي) یو ستا د رب -ای فرعونه- نو ولېږه زمونږ سره بني اسرایېل، او دوی ته سزا مه ورکوه په وژلو د ځامنو د دوی، او په بې حیا کولو د زنانو د دوی، یقینا مونږ راغلي یو تا ته په دلېل سره ستا د رب له طرفه زمونږ په ریښتنولۍ، او سلامتي ده له عذاب د الله تعالی نه هغه چا ته چې ایمان یې راوړی، او د الله تعالی د هدایت پیروي یې کړې. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 20

اِنَّا قَدْ اُوْحِیَ اِلَیْنَاۤ اَنَّ الْعَذَابَ عَلٰی مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟

بېشکه مونږ ته الله تعالی وحې کړې چې یقینا په دنیا او آخرت کې به عذاب په هغه چا وي چې نسبت د دروغو یې کړی د الله تعالی آیتونو ته، او مخ یې اړولی د هغه څه نه چې پېغمبرانو پرې راتلل کړي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 20

قَالَ فَمَنْ رَّبُّكُمَا یٰمُوْسٰی ۟

فرعون وویل په داسې حال کې چې منکر و د هغې وحې نه چې دې دواړو پرې راتلل کړي و: نو څوک دی رب ستاسې هغه چې تاسې ګومان کوئ چې هغه تاسې ما ته رالیږلي یاستئ ای موسی؟. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 20

قَالَ رَبُّنَا الَّذِیْۤ اَعْطٰی كُلَّ شَیْءٍ خَلْقَهٗ ثُمَّ هَدٰی ۟

وویل موسی: رب زمونږ هغه ذات دی چې ورکړی ئې دی هر یو شي ته د هغه مناسب صورت او شکل، بیا یې ښودنه کړې مخلوقاتو ته چې د څه لپاره یې پیدا کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 20

قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُوْنِ الْاُوْلٰی ۟

فرعون وویل: نو څه دی حال د پخوانیو امتونو کوم چې په کفر باندې وو؟. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• كمال اعتناء الله بكليمه موسى عليه السلام والأنبياء والرسل، ولورثتهم نصيب من هذا الاعتناء على حسب أحوالهم مع الله.
پوره پاملرنه د الله تعالی په خپل خبرې کړی شوي موسی -علیه السلام- او نورو پېغمبرانو او رسولانو باندې، او د هغوی وارثانو لره هم د دې پاملرنې نه برخه شته د الله تعالی سره د هغوی د احوالو مطابق. info

• من الهداية العامة للمخلوقات أن تجد كل مخلوق يسعى لما خلق له من المنافع، وفي دفع المضار عن نفسه.
مخلوقاتو ته د عامې ښودنې څخه دا دې چې ته به هر یو مخلوق وینې چې د خپلو فایدو حاصلولو لپاره به کوشش کوي، او د ځان څخه به د ضرر دفع کولو کوشش کوي. info

• بيان فضيلة الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر، وأن ذلك يكون باللين من القول لمن معه القوة، وضُمِنَت له العصمة.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د غوروالي بیان، او دا به په نرمې وینا سره وي هغه چا ته چې قوت ورسره وي، او د هغه د بچاوو ذمه واري شوې وي. info

• الله هو المختص بعلم الغيب في الماضي والحاضر والمستقبل.
یواځې الله تعالی لره علم دی په غیبو باندې په تیره زمانه کې او په اوسنۍ زمانه کې او په راتلونکې زمانه کې. info