クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ

ページ番号:close

external-link copy
45 : 53

وَاَنَّهٗ خَلَقَ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ۙ

او دا چې همغه نر او ښځه جوړه جوړه پیدا کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 53

مِنْ نُّطْفَةٍ اِذَا تُمْنٰی ۪۟

له یوه څاڅکي اوبونه چې وڅڅول شي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 53

وَاَنَّ عَلَیْهِ النَّشْاَةَ الْاُخْرٰی ۟ۙ

او دا چې بیا را ژوندي کول د همغه دنده ده. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَغْنٰی وَاَقْنٰی ۟ۙ

او دا چې مالدارول کوي او نیستمن کول. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ رَبُّ الشِّعْرٰی ۟ۙ

او دا چې هغه د شعر[۷]ستوري رب دی. info

[۷] دا یو ستوری دی چې ناپوهانو به د کائناتو په چلښت کې اغیزمن بللو په داسې حال کې چې هغه په خپله مخلوق دی.(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
50 : 53

وَاَنَّهٗۤ اَهْلَكَ عَادَا ١لْاُوْلٰی ۟ۙ

او دا چې همغه لومړني عادیان هلاک کړل. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 53

وَثَمُوْدَاۡ فَمَاۤ اَبْقٰی ۟ۙ

او هم یې ثمودیان چې یو یې هم پرې نښوول. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 53

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا هُمْ اَظْلَمَ وَاَطْغٰی ۟ؕ

له دې نه وړاندې یې د نوح قوم هم هلاک کړ.ځکه چې هغوی له هر چا نه ډير تیري کوونکي او ډير سرغړوونکي وو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 53

وَالْمُؤْتَفِكَةَ اَهْوٰی ۟ۙ

او بل مخ چپه کړی شوی کلي یې لاندې راورغورځاوو. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 53

فَغَشّٰىهَا مَا غَشّٰی ۟ۚ

نو بیا یې د هغه څه لاندې پټ کړ چې پرې یې پټا وو. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 53

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارٰی ۟

نو ته به د خپل رب په کومه لورینه کې شکه کوې؟ info
التفاسير:

external-link copy
56 : 53

هٰذَا نَذِیْرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْاُوْلٰی ۟

دغه محمد هم د پخوانیو ډاروونکو په شان یو ډاروونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 53

اَزِفَتِ الْاٰزِفَةُ ۟ۚ

قیامت را نژدې شو. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 53

لَیْسَ لَهَا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ كَاشِفَةٌ ۟ؕ

خو باوري وخت یې پرته له الله بل هیڅوک نه شي ښکاره کولی. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 53

اَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِیْثِ تَعْجَبُوْنَ ۟ۙ

ایا له همدې خبرې نه تاسې تعجب کوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 53

وَتَضْحَكُوْنَ وَلَا تَبْكُوْنَ ۟ۙ

خاندئ او ژاړئ نه؟ info
التفاسير:

external-link copy
61 : 53

وَاَنْتُمْ سٰمِدُوْنَ ۟

بې پروا په لوبو او سندرو اخته یې. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 53

فَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ وَاعْبُدُوْا ۟

نو اوس یوازې یو الله ته سجده وکړئ.او یوازې د هغه عبادت وکړئ. info
التفاسير: