クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ

ページ番号:close

external-link copy
116 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

بې له شکه د کافرانو مالونه او اولادونه به هیڅکله هغوی له الله څخه ونه ژغورلای شي او همدوی د اور خاوندان دي چې تل به په همدې اور کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 3

مَثَلُ مَا یُنْفِقُوْنَ فِیْ هٰذِهِ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَثَلِ رِیْحٍ فِیْهَا صِرٌّ اَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَاَهْلَكَتْهُ ؕ— وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّٰهُ وَلٰكِنْ اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

هغه مالونه چې کافران یې په دنیا کې خیراتوي داسې مثال لري لکه چې یو سخت تیز او یخ باد د یو ظالم قوم په کښت والوزي ټول هلاک او تس نس کړي الله پاک پر هغوی ظلم ندی کړی بلکې هغوی پر خپلو ځانونو ظلم کوي. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا بِطَانَةً مِّنْ دُوْنِكُمْ لَا یَاْلُوْنَكُمْ خَبَالًا ؕ— وَدُّوْا مَا عَنِتُّمْ ۚ— قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَآءُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ ۖۚ— وَمَا تُخْفِیْ صُدُوْرُهُمْ اَكْبَرُ ؕ— قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

ای مؤمنانو! پرته له مؤمنانو نور څوک دراز دوستان مه نیسئ، دوی ستاسې په ربړولو کې هیڅ کموالی نه کوي هغه څه ډیر خوښوي چې تاسې زور وي له خولې څخه یې هم دښمني ښکاره شوې او هغه چې په سینو کې یې پټ دي خورا لوی دي که تاسې له عقل څخه کار واخلئ نو په تحقیق سره مونږ درته ټولې نښې بیان کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 3

هٰۤاَنْتُمْ اُولَآءِ تُحِبُّوْنَهُمْ وَلَا یُحِبُّوْنَكُمْ وَتُؤْمِنُوْنَ بِالْكِتٰبِ كُلِّهٖ ۚ— وَاِذَا لَقُوْكُمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا ۖۗۚ— وَاِذَا خَلَوْا عَضُّوْا عَلَیْكُمُ الْاَنَامِلَ مِنَ الْغَیْظِ ؕ— قُلْ مُوْتُوْا بِغَیْظِكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

دا تاسې یاست چې دوستي ورسره کوئ که نه هغوی خو له تاسې سره دوستي نه کوي ځکه چې تاسې په ټول کتاب ایمان لرئ او کله چې هغوی له تاسې سره مخ شي وايي مونږ ایمان راوړی دی او چې په خپلو کې سره یوازې شي نو له قهر څخه په خپلو ګوتو خولې لګوي ، ورته ووایه له قهره مړه شئ بې شکه چې الله پاک د سینو په پټو څیزونو ښه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 3

اِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ؗ— وَاِنْ تُصِبْكُمْ سَیِّئَةٌ یَّفْرَحُوْا بِهَا ؕ— وَاِنْ تَصْبِرُوْا وَتَتَّقُوْا لَا یَضُرُّكُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطٌ ۟۠

که تاسې ته ښیګڼه درپیښه شي نو هغوی غمجن کیږي، او که بدي در ورسیږي نو خوښي پرې کوي که تاسې صبر وکړئ او ځانونه وژغورئ نو د هغوی ټګي او پټ تدبیرونه تاسې ته هیڅ ضرر نه شي رسولای، بې شکه چې الله د هغوی په کړنو احاطه کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 3

وَاِذْ غَدَوْتَ مِنْ اَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِیْنَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

او هغه وخت را یاد کړه چې سهار وختي له کور څخه ووتلې او مسلمانانو ته دې د جنګ ځایونه تیارول، الله ښه اوریدونکی او ښه پوه دی. info
التفاسير: