クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ

فرقان

external-link copy
1 : 25

تَبٰرَكَ الَّذِیْ نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلٰی عَبْدِهٖ لِیَكُوْنَ لِلْعٰلَمِیْنَ نَذِیْرَا ۟ۙ

ډیر لوړ او برکت ناک دی هغه ذات چې پریکړه کوونکی قرآن يي پر خپل بنده نازل کړی تر څو د ټولو خلکو لپاره ډاروونکی وي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 25

١لَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَمْ یَتَّخِذْ وَلَدًا وَّلَمْ یَكُنْ لَّهٗ شَرِیْكٌ فِی الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَیْءٍ فَقَدَّرَهٗ تَقْدِیْرًا ۟

هغه ذات دی چې د اسمانونو او ځمکې واکمني یوازې د هغه ده نه يې ځوی نیولی او نه ورسره څوک په واکمنۍ کې برخه من دی هر څه يې پیدا کړي او هر څه ته يي یوه ټاکلي اندازه ښوولي ده. info
التفاسير: