クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - サルフラズ

ページ番号:close

external-link copy
46 : 18

اَلْمَالُ وَالْبَنُوْنَ زِیْنَةُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ اَمَلًا ۟

مال او ځامن یوازې د دنیا ښایست او سینګار دی. نیک پاتې کارونه ستا د رب په وړاندې د غوره اجر او د غوره هیلو ارزښت لري. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 18

وَیَوْمَ نُسَیِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَی الْاَرْضَ بَارِزَةً ۙ— وَّحَشَرْنٰهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ اَحَدًا ۟ۚ

هغه ورځ په زړه کړه چې مونږ غرونه له خپلو ځایونو بې ځایه او ځمکه بیخي لغړه ومومي. او ټول انسانان له مخې راټول کړو چې یو هم رانه پاتې نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 18

وَعُرِضُوْا عَلٰی رَبِّكَ صَفًّا ؕ— لَقَدْ جِئْتُمُوْنَا كَمَا خَلَقْنٰكُمْ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؗ— بَلْ زَعَمْتُمْ اَلَّنْ نَّجْعَلَ لَكُمْ مَّوْعِدًا ۟

او ټول کتار، کتار ستا رب ته وړاندې کړای شي. الله به ووایې دا دی اوس ماته راغلئ لکه څنګه مې چې لومړی ځل پیدا کړي واست که نه نو ستاسې ګومان خو دا وو چې مونږ به تاسې ته د وعدې کوم ځای او وخت ونه ټاکو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 18

وَوُضِعَ الْكِتٰبُ فَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا فِیْهِ وَیَقُوْلُوْنَ یٰوَیْلَتَنَا مَالِ هٰذَا الْكِتٰبِ لَا یُغَادِرُ صَغِیْرَةً وَّلَا كَبِیْرَةً اِلَّاۤ اَحْصٰىهَا ۚ— وَوَجَدُوْا مَا عَمِلُوْا حَاضِرًا ؕ— وَلَا یَظْلِمُ رَبُّكَ اَحَدًا ۟۠

او عمل پاڼې به کیښوولی شي ته به ګورې چې ګناهګاران به له هغه څه نه چې په عمل پاڼو کې يې ښکل شوې ډیر ډاریدونکي او وايې به: های زمونږ بده بخته! دا څه دي؟ په دې لیکنه کې زمونږ هره کوچنۍ او لویه راټوله شوې ده. او خپلې کړنې به مخامخ وګوري. ستا رب به په هیچا تیری ونه کړي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 18

وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ اَمْرِ رَبِّهٖ ؕ— اَفَتَتَّخِذُوْنَهٗ وَذُرِّیَّتَهٗۤ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِیْ وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ ؕ— بِئْسَ لِلظّٰلِمِیْنَ بَدَلًا ۟

او یاد کړه کله چې مونږ پریښتو ته وویل: ادم ته سجده وکړئ هغوی سجده وکړه خو ابلیس ونه کړه هغه له پیریانو څخه وو او د خپل رب د امر له منلو نه ووت. نو ای مسلمانانو! ایا تاسې هغه او د هغه اولاده پرته له ما نه په دوستۍ نیسئ؟ په داسې حال کې چې هغوی ستاسې دښمنان دي؟ دا ډیر ناوړه بدل دی چې ظالمانو غوره کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 18

مَاۤ اَشْهَدْتُّهُمْ خَلْقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَا خَلْقَ اَنْفُسِهِمْ ۪— وَمَا كُنْتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّیْنَ عَضُدًا ۟

ما ته د اسمان او د ځمکې په پیدایښت کې هغوی را حاضر کړي وو او نه د هغوی په خپل پیدایښت کې او زه هیڅکله له لارې ویستونکي خپل مټ او ملاتړ نه ګرځوم. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 18

وَیَوْمَ یَقُوْلُ نَادُوْا شُرَكَآءِیَ الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ یَسْتَجِیْبُوْا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ مَّوْبِقًا ۟

او هغه ورځ یاده کړه چې الله پاک ووايي: اوس زما هغه شریکان راوبلئ چې تاسې به خپل ګومان نیولي وو هغوی به يې راوبلي. خو مرستې ته به يې رانشي. او د هغوی او خدایانو ترمینځ به يې جهنم حایل وګرځوو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 18

وَرَاَ الْمُجْرِمُوْنَ النَّارَ فَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مُّوَاقِعُوْهَا وَلَمْ یَجِدُوْا عَنْهَا مَصْرِفًا ۟۠

مجرمان به اور وویني. او پوخ باور به يې راشي چې نور پکې ورغورځیدونکي دي. او هیڅ پناه ځای به ترې پیدا نشي کړای. info
التفاسير: