クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター

ページ番号:close

external-link copy
94 : 9

یَعْتَذِرُوْنَ اِلَیْكُمْ اِذَا رَجَعْتُمْ اِلَیْهِمْ ؕ— قُلْ لَّا تَعْتَذِرُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّاَنَا اللّٰهُ مِنْ اَخْبَارِكُمْ ؕ— وَسَیَرَی اللّٰهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُوْلُهٗ ثُمَّ تُرَدُّوْنَ اِلٰی عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

كله چې بېرته ورستانه شئ نو هغوى به (ډول ډول) عذرونه درته وړاندې كوي، ورته وايه: (اوس) عذرونه مه كوئ، موږ به هېڅكله ستاسو په خبرو باور ونكړو، موږ الله ستاسو له حالاتو خبر كړي يو، او زر به الله او د هغه رسول ستاسو كړه وړه وګوري بيا به د هغه ذات لور ته وګرځول شئ چې په پټو او ښكاره و عالم دى او بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو به كول. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 9

سَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَكُمْ اِذَا انْقَلَبْتُمْ اِلَیْهِمْ لِتُعْرِضُوْا عَنْهُمْ ؕ— فَاَعْرِضُوْا عَنْهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ رِجْسٌ ؗ— وَّمَاْوٰىهُمْ جَهَنَّمُ ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

چې تاسو ورستانه شئ نو په الله به قسمونه درته كوي تر څو تېر شئ ورنه، نو څنګ ترې وكړئ، هغوى ناولي دي او استوګنځى يې جهنم دى، د هغو عملونو په بدل كې چې دوى يې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 9

یَحْلِفُوْنَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا عَنْهُمْ ۚ— فَاِنْ تَرْضَوْا عَنْهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یَرْضٰی عَنِ الْقَوْمِ الْفٰسِقِیْنَ ۟

دوى به تاسو ته قسمونه خوري چې راضي شئ ترې، نو كه تاسو ترې راضي هم شئ نو الله له فاسقانو خلكو څخه نه راضي كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 9

اَلْاَعْرَابُ اَشَدُّ كُفْرًا وَّنِفَاقًا وَّاَجْدَرُ اَلَّا یَعْلَمُوْا حُدُوْدَ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌ حَكِیْمٌ ۟

دا بانډچيان عرب په كفر كې لا زيات او كلک دي او د دې ډېر وړ دي چى د هغه دين له احكامو خبر نه شي كوم چې الله پر خپل رسول نازل كړى او الله پوه ځيرک دى. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 9

وَمِنَ الْاَعْرَابِ مَنْ یَّتَّخِذُ مَا یُنْفِقُ مَغْرَمًا وَّیَتَرَبَّصُ بِكُمُ الدَّوَآىِٕرَ ؕ— عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟

او ځينې له بانډچي عربو نه هغه دي چې كه څه لګښت كوي (د الله په لار كې) نو هغه يو تاوان ګڼي او تاسو ته د وخت اوښتون انتظار باسي، بد اوښتون دې پر هغوى وي او الله پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 9

وَمِنَ الْاَعْرَابِ مَنْ یُّؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَیَتَّخِذُ مَا یُنْفِقُ قُرُبٰتٍ عِنْدَ اللّٰهِ وَصَلَوٰتِ الرَّسُوْلِ ؕ— اَلَاۤ اِنَّهَا قُرْبَةٌ لَّهُمْ ؕ— سَیُدْخِلُهُمُ اللّٰهُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

او له باڼدچي عربو نه ځينې داسې هم دي چى په الله او آخرت ورځ ايمان لري او څه چې لګوي هغه الله ته ورنږدې كېدل او د رسول د دعاګانو وسيله بولي، هوكې! دا رښتيا هم د دوى لپاره د نږدېوالي وسيله ده الله به يې زر په خپل رحمت كې داخل كړي، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى. info
التفاسير: