クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター

حدید

external-link copy
1 : 57

سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي الله لره پاکي بيانوي او همغه برلاسى حكمت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 57

لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۚ— یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

هغه لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده، ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه په هر څه ځواکمن دى. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 57

هُوَ الْاَوَّلُ وَالْاٰخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ ۚ— وَهُوَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

هغه لومړنی، وروستى، ښكاره او پټ دى او همغه په هر څه ښه پوه دى. info
التفاسير: