クルアーンの対訳 - パシュトー語対訳 - ルゥワード翻訳事業センター

ページ番号:close

external-link copy
116 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ تُغْنِیَ عَنْهُمْ اَمْوَالُهُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

بېشکه هغوی چې کفر یې وکړ نو مالونه او اولادونه به یې هېڅکله هم د الله (له عذابه) هېڅ شی ترې ایسار نه کړی شي، او دوی د اور والا دي، په هغه کې به تلپاتې وي. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 3

مَثَلُ مَا یُنْفِقُوْنَ فِیْ هٰذِهِ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا كَمَثَلِ رِیْحٍ فِیْهَا صِرٌّ اَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَاَهْلَكَتْهُ ؕ— وَمَا ظَلَمَهُمُ اللّٰهُ وَلٰكِنْ اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

د هغه لګښت مثال چې د دنيا په دغه ژوند كې يې كوي، هغه باد ته ورته دى چې پكې سخت ساړه (يا اور) وي او د هغو خلكو كښت ته ورسي چې پرځانو يې ظلم كړى نو (ټول يې) تباه كړي، او الله خو ظلم نه دى پرې كړى بلكې خپله يې پر ځانو ظلم كاوه. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا بِطَانَةً مِّنْ دُوْنِكُمْ لَا یَاْلُوْنَكُمْ خَبَالًا ؕ— وَدُّوْا مَا عَنِتُّمْ ۚ— قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَآءُ مِنْ اَفْوَاهِهِمْ ۖۚ— وَمَا تُخْفِیْ صُدُوْرُهُمْ اَكْبَرُ ؕ— قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

اى مومنانو! له خپلو (مومنانو) پرته مو څوك د راز ملګرى مه نيسئ، د هيڅ فساد او ضرر كمى او سپما درباندې نه كوي، هغه څه خوښوي چې تاسو پرې كړيږئ، دښمني يې له خولو هم څرګنده شوې خو څه يې چې سينې پټ ساتي تر دې هم ستر دي، دا دى تاسو ته مو نښې (د نفاق) بيان كړې، كه چېرې تاسو عقل كاروئ. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 3

هٰۤاَنْتُمْ اُولَآءِ تُحِبُّوْنَهُمْ وَلَا یُحِبُّوْنَكُمْ وَتُؤْمِنُوْنَ بِالْكِتٰبِ كُلِّهٖ ۚ— وَاِذَا لَقُوْكُمْ قَالُوْۤا اٰمَنَّا ۖۗۚ— وَاِذَا خَلَوْا عَضُّوْا عَلَیْكُمُ الْاَنَامِلَ مِنَ الْغَیْظِ ؕ— قُلْ مُوْتُوْا بِغَیْظِكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

خبردار تاسي اې هغو (مومنانو) چې دوی خوښوئ خو دوى تاسو نه خوښوي او تاسو پر ټولو كتابو ايمان هم لرئ، او چې درسره مخامخ شي، وايي موږ ايمان لرو خو كله چې ګوښي شي نو پر تاسي د ډېرې غوسې له لاسه خپلې ګوتې چيچي، ورته وايه (ځئ)، له ډېرې غوسې دې ومرئ، بېشكه الله پر هغه څه پوه دى چې په سينو كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 3

اِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ؗ— وَاِنْ تُصِبْكُمْ سَیِّئَةٌ یَّفْرَحُوْا بِهَا ؕ— وَاِنْ تَصْبِرُوْا وَتَتَّقُوْا لَا یَضُرُّكُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِمَا یَعْمَلُوْنَ مُحِیْطٌ ۟۠

كه څه ښه والى در ورسي نو خپه يې كړي، او كه څه كړاو در ورسي نو پرې خوښيږي، او كه صبر او ځان ساتنه وكړئ نو بيا يې چل ول كوم تاوان نه در رسوي، يقيناً دوى چې څه كوي (د) الله (علم او قدرت) ترې راچاپېر دى. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 3

وَاِذْ غَدَوْتَ مِنْ اَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِیْنَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

او کله چې سهار له کوره ووتې، او مومنان دې مورچلو کې جګړې ته ځای پرځای کول، او الله ښه پوه اورېدونکی دی. info
التفاسير: