クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳)

ページ番号:close

external-link copy
163 : 4

اِنَّاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ كَمَاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی نُوْحٍ وَّالنَّبِیّٖنَ مِنْ بَعْدِهٖ ۚ— وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَعِیْسٰی وَاَیُّوْبَ وَیُوْنُسَ وَهٰرُوْنَ وَسُلَیْمٰنَ ۚ— وَاٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا ۟ۚ

اې رسوله پرته له شکه تاته مو همداسې وحي وکړه لکه له تا مخکې نبيانو ته مو چې کړې وه، نو ته له رسولانو کوم نوی نه يې، نوح ته مو وحي وکړه، او هغو نبيانو ته مو وحي وکړه چې له هغه وروسته راغلي وو، ابراهيم او د هغه زامنو اسماعيل او اسحاق ته او د اسحاق زوی یعقوب ته او اسباط هغو نبيانو ته مو وحي وکړه چې د بني اسرائيلو په دوولسو قبيلو کې د يعقوب عليه السلام له زامنو څخه وو، عيسی، ایوب، يونس، هارون او سليمان ته مو وحي وکړه او داود ته مو زبور کتاب ورکړ.
info
التفاسير:

external-link copy
164 : 4

وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنٰهُمْ عَلَیْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَیْكَ ؕ— وَكَلَّمَ اللّٰهُ مُوْسٰی تَكْلِیْمًا ۟ۚ

او لیږلي وو مونږ نور پیغمبران چې مونږ يې احوال په تاباندې په قران کریم کې ذکر کړي، او لیږلي مو دي نور پیغمبران چې مونږ د هغوی احوال (قصې) تاته نه دي ذکر کړي، او مونږ د هغوی نه یادول د حکمت د وجې پریښې، او خبرې کړې الله تعالی موسی -علیه السلام- سره په پیغمبرۍ -په غیر د واسطې څخه- خبرې حقیقې چې څنګه د الله رب العزت د شان سره مناسب دي چې دا عزت وو د موسی -علیه السلام- لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
165 : 4

رُسُلًا مُّبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ لِئَلَّا یَكُوْنَ لِلنَّاسِ عَلَی اللّٰهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟

مونږ لیږلی وو دا پیغمبران زیری ورکوونکي په ښایسته ثواب سره د هغه چا لپاره چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او ویره ورکوونکي د هغه چا لپاره چې په هغه یې کفر کړی د عذاب دردناک څخه، تر دې چې نشې د خلکو لپاره څه دلیل (بهانه) په الله تعالی باندې وروسته د لیږلو د پیغمبرانو څخه چې هغه عذر کې پیش کوي، او دی الله تعالی زورور په خپله بادشاهۍ کې حکمت والا دی په خپله فیصله او قضا کې. info
التفاسير:

external-link copy
166 : 4

لٰكِنِ اللّٰهُ یَشْهَدُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اِلَیْكَ اَنْزَلَهٗ بِعِلْمِهٖ ۚ— وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یَشْهَدُوْنَ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟ؕ

که چیرته یهودیان کفر کوي په تا باندې نوبیشکه الله تعالی ستا تصدیق کوي په صحت (رښتینوالي) د هغه څه چې تاته راغلي -ای پیغمبره- د قران کریم څخه، رالیږلی یې دی په دې کې خپل هغه علم چې غوښتل یې چې خبر کړي په دې باندې خپل بندګان د هغه څه نه چې خوښ یې ګڼې او راضی کیږی پرې او یا یې بد ګڼې او رد کوی یې، او ملایکې هم ګواهي کوي په رښتینولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی سره د ګواهۍ د الله تعالی، او کافي دی الله تعالی ګواهي کوونکی، نو د هغه ګواهي کافی ده د نورو خلکو له ګواهۍ څخه. info
التفاسير:

external-link copy
167 : 4

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ قَدْ ضَلُّوْا ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟

بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی ستا په پیغمبرۍ، او خلک یې بند کړي له اسلام څخه بیشکه لرې شوي د حق څخه په لري والي ډیر سره. info
التفاسير:

external-link copy
168 : 4

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَظَلَمُوْا لَمْ یَكُنِ اللّٰهُ لِیَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِیَهْدِیَهُمْ طَرِیْقًا ۟ۙ

بیشکه هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو، او ظلم یې کړی په خپلو ځانونو په پاتې کیدلو د هغې په کفر باندې، نه دی الله تعالی چې وبخي دوی ته څه چې دوی پکې دې د کفر څخه، او نه دی چې وروبه ښایې دوی ته داسې لار چې دوی دالله تعالی د عذاب څخه خلاص کړي. info
التفاسير:

external-link copy
169 : 4

اِلَّا طَرِیْقَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟

مګر (روانه وي به دوی) په هغه لار چې رسیدونکې ده جهنم ته تل به وي دوی په دې کې همیشه، او دی دا کار په الله تعالی باندې اسان، نو پس هغه لره نشې عاجز کولی هیڅ شي. info
التفاسير:

external-link copy
170 : 4

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ الرَّسُوْلُ بِالْحَقِّ مِنْ رَّبِّكُمْ فَاٰمِنُوْا خَیْرًا لَّكُمْ ؕ— وَاِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟

ای خلکو بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر محمد -صلی الله علیه وسلم- په هدایت او حق دین سره د الله تعالی له طرفه، نو ایمان راوړئ په هغه څه چې هغه تاسو ته راوړي دا به غوره وي تاسو لره په دنیا او اخرت کې، او که چیرته تاسو کفر وکړئ په الله تعالی نو بیشکه الله تعالی بی حاجته دي ستاسو د ایمان څخه، او هیڅ ضرر نشې رسولی هغه ته ستاسو کفر کول، ځکه چې د هغه لپاره دی اختیار د هغه څه چې په اسمانونو کې دي، او د هغه لپاره دی اختیار د هغه څه چې په ځمکه کې دي او د هغه څه چې د دی دواړو ترمنځ دي، او دی الله تعالی پوهه په هغه چا چې مستحق وي د هدایت نو اسانوی يې ورته، او په هغه چا هم پوهه دې چې مستحق يې نه وي نو پټوي يې د هغه څخه، حکمت والا دی په خپلو ویناګانو او کارونو کې او په خپلی شرع او تقدیر کې. info
التفاسير:
本諸節の功徳:
• إثبات النبوة والرسالة في شأن نوح وإبراهيم وغيرِهما مِن ذرياتهما ممن ذكرهم الله وممن لم يذكر أخبارهم لحكمة يعلمها سبحانه.
ثبوت د نبوت او رسالت په باره د نوح او ابراهیم -علیهما السلام- کې او نورو لره د دوی د اولادې څخه کوم چې الله تعالی ذکر کړل او کوم چې د هغوی قصې او حالات يې بیان نه کړل د وجې د حکمت نه چې الله تعالی پرې پوهیږي. info

• إثبات صفة الكلام لله تعالى على وجه يليق بذاته وجلاله، فقد كلّم الله تعالى نبيه موسى عليه السلام.
ثبوت د صفت د خبرو کولو الله تعالی ته څرنګه چې د هغه له شان او مرتبې سره مناسب وي، په تحقیق سره خبرې کړي دي الله تعالی د خپل پیغمبر موسی -علیه السلام- سره. info

• تسلية النبي محمد عليه الصلاة والسلام ببيان أن الله تعالى يشهد على صدق دعواه في كونه نبيًّا، وكذلك تشهد الملائكة.
تسلی محمد -صلی الله علیه وسلم- ته په بیانولو د دې خبرې چې بیشکه الله تعالی ګواهې کوي په رښتینولۍ د هغه د دعوې چې دی پیغمبر دي، او همدارنګه ګواهي ورکوي ملایکې. info