クルアーンの対訳 - クルアーン簡潔注釈(パシュトー語対訳)

ページ番号:close

external-link copy
23 : 27

اِنِّیْ وَجَدْتُّ امْرَاَةً تَمْلِكُهُمْ وَاُوْتِیَتْ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ وَّلَهَا عَرْشٌ عَظِیْمٌ ۟

بېشکه ما يوه ښځه وموندله چې پر هغوی واکمني کوي، او دغې ښځې ته د ځواک او پاچايۍ له اسبابو هرڅه ورکړل شوي دي، هغې لره يو لوی تخت دی چې له هغو څخه د خپل قوم چارې اداره کوي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 27

وَجَدْتُّهَا وَقَوْمَهَا یَسْجُدُوْنَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ فَهُمْ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟ۙ

دغه ښځه او د هغې قوم مې په داسې حال کې وموندل چې له الله پرته لمر ته يې سجدې کولې، او شيطان هغوی ته يې د شرک او ګناه کارونه ښايسته کړي دي؛ نو له حق لارې يې ګرځولي او هغوی حق ته لار نه مومي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 27

اَلَّا یَسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَیَعْلَمُ مَا تُخْفُوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟

شيطان هغوی ته يې د شرک او ګناه کارونه ښايسته کړي، تر څو يوازې هغه الله ته سجدې و نه کړي کوم چې هغه باران را ښکاره کوي چې په آسمان کې یې پټ کړی دی، او هغه شينګيا چې په ځمکه کې ده، او پر هغو کارونو پوه دی چې تاسو يې پټوئ او يا يې ښکاره کوئ، له دغو هيڅ هم له هغه نشي پټېدلی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 27

اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟

الله هغه ذات دی چې له هغه پرته په حقه بل معبود نشته، د لوی عرش رب دی. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 27

قَالَ سَنَنْظُرُ اَصَدَقْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟

سليمان عليه السلام، ملاچرګک ته وويل: ګورو به چې تا په هغه دعوی کې رېښتيا ويلي چې کړې دې ده او که له درواغجنو يې. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 27

اِذْهَبْ بِّكِتٰبِیْ هٰذَا فَاَلْقِهْ اِلَیْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَاذَا یَرْجِعُوْنَ ۟

نو سليمان يو ليک وليکلو او ملاچرګک ته يې وسپارلو او ورته يې وويل: دغه زما ليک وېسه او د سبا سيمې خلکو ته يې وروغورځوه او هغوی ته يې وروسپاره، بيا له هغوی يو اړخ ته شه داسې چې هغه څه اورې چې هغوی يې د ليک په اړه سره تکراروي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 27

قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اِنِّیْۤ اُلْقِیَ اِلَیَّ كِتٰبٌ كَرِیْمٌ ۟

ملکې ليک تر لاسه کړ او ويې ويل: ای سردارانو! ماته يو لوی عزتمن ليک راغورځول شوی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 27

اِنَّهٗ مِنْ سُلَیْمٰنَ وَاِنَّهٗ بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

د دغه لېږل شوي ليک مضمون د سليمان لخوا دی او په بسم الله الرحمن الرحيم پيل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 27

اَلَّا تَعْلُوْا عَلَیَّ وَاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟۠

دا چې لويي مه کوئ، غاړه اېښودونکي او د هغه څه منونکي راشئ چې ورته رابولم مو چې هغه د الله يووالی او د هغه شرک پرېښودل دي چې اوس تاسو پرې ياست، دا چې له هغه سره د لمر عبادت کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 27

قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَفْتُوْنِیْ فِیْۤ اَمْرِیْ ۚ— مَا كُنْتُ قَاطِعَةً اَمْرًا حَتّٰی تَشْهَدُوْنِ ۟

ملکې وويل: ای سردارانو او مشرانو! زما په کار کې ماته حق لاره وښيئ، زه تر هغه د هيڅ کار په اړه پرېکړه کوونکی نه يم تر څو تاسو ماته حاضر نه شئ او خپله رايه مو پکې څرګنده نه کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 27

قَالُوْا نَحْنُ اُولُوْا قُوَّةٍ وَّاُولُوْا بَاْسٍ شَدِیْدٍ ۙ۬— وَّالْاَمْرُ اِلَیْكِ فَانْظُرِیْ مَاذَا تَاْمُرِیْنَ ۟

له قومه يې سردارانو وويل: موږ د لوی ځواک څښتنان يو، او په جنګ کې د ډېرې سختۍ څښتنان يو، نور نو رايه هغه ده چې ته يې مناسبه بولې، وګوره چې په څه امر راته کوې، موږ يې پر پلي کولو ځواکمن يو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 27

قَالَتْ اِنَّ الْمُلُوْكَ اِذَا دَخَلُوْا قَرْیَةً اَفْسَدُوْهَا وَجَعَلُوْۤا اَعِزَّةَ اَهْلِهَاۤ اَذِلَّةً ۚ— وَكَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟

ملکې وويل: پرته له شکه پاچايان چې کله له کليو څخه کوم کلي ته ننوځي، هغه په وژلو، چور چپاول ورانوي، مشران او سرداران يې خوار ګرځوي وروسته له دې چې هغه د عزت او درناوي څښتنان وي، پاچايان تل همداسې کوي کله چې د کوم کلي پر خلکو برلاسی شي، تر څو د خلکو په زړونو کې وېره او ډار پيداکړي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 27

وَاِنِّیْ مُرْسِلَةٌ اِلَیْهِمْ بِهَدِیَّةٍ فَنٰظِرَةٌ بِمَ یَرْجِعُ الْمُرْسَلُوْنَ ۟

زه د ليک څښتن او د هغه قوم ته د يوې ډالۍ لېږونکې يم او بيا ګورم چې استازي د دغې ډالۍ له لېږلو وروسته له څه سره راځي. info
التفاسير:
本諸節の功徳:
• إنكار الهدهد على قوم سبأ ما هم عليه من الشرك والكفر دليل على أن الإيمان فطري عند الخلائق.
د ملاچرګک هغه شرک او کفر بد ګڼل چې د سبا قوم پرې وو د دې خبرې دليل دی چې ايمان د ټولو مخلوقاتو په اند يو فطري شی دی. info

• التحقيق مع المتهم والتثبت من حججه.
د تورن په اړه څېړنه کول او د دليلونو ثابتوالی يې. info

• مشروعية الكشف عن أخبار الأعداء.
د دښمن د خبرونو په اړه د جاوسوسۍ رواوالی. info

• من آداب الرسائل افتتاحها بالبسملة.
د ليکونو له آدابو څخه د هغو پر بسم الله پیلول دي. info

• إظهار عزة المؤمن أمام أهل الباطل أمر مطلوب.
د مؤمن د عزت ښکارول د باطل د څښتنانو پر وړاندې يو مطلوب کار دی. info