Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Sarfaraz

Numero di pagina:close

external-link copy
101 : 3

وَكَیْفَ تَكْفُرُوْنَ وَاَنْتُمْ تُتْلٰی عَلَیْكُمْ اٰیٰتُ اللّٰهِ وَفِیْكُمْ رَسُوْلُهٗ ؕ— وَمَنْ یَّعْتَصِمْ بِاللّٰهِ فَقَدْ هُدِیَ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟۠

او تاسې به ولې کافران کیږئ په داسې حال کې چې پر تاسې دالله ایتونه لوستلی او رسول یې هم ستاسې په مینځ کې دی، او څوک چې د الله په دین منګولې ولګوي نو په تحقیق سره هغه ته د روغې لارې ښوونه شوي ده. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 3

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ حَقَّ تُقٰتِهٖ وَلَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَاَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟

ای مؤمنانو! له الله څخه د هغه د شان په پرتله وډاریږئ او باید تر مرګه په اسلام ټينګ پاتې شئ. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 3

وَاعْتَصِمُوْا بِحَبْلِ اللّٰهِ جَمِیْعًا وَّلَا تَفَرَّقُوْا ۪— وَاذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ اِذْ كُنْتُمْ اَعْدَآءً فَاَلَّفَ بَیْنَ قُلُوْبِكُمْ فَاَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهٖۤ اِخْوَانًا ۚ— وَكُنْتُمْ عَلٰی شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَاَنْقَذَكُمْ مِّنْهَا ؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمْ اٰیٰتِهٖ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟

او ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ خواره واره کیږئ مه او هغه پیرزوینې یې چې پر تاسې کړي دي رایادې کړئ، کله چې تاسې یو د بل دښمنان واست نو ستاسي د زړونو په مینځ کې یي مینه راوستله او د هغه پیرزویني په رڼا کې وروڼه وګرځیدئ او تاسې د اور د کندې پر څنډه واست، نو له اور څخه یې خلاص کړئ په همدې ډول الله تاسې ته خپل ایتونه بیانوي تر څو لار پیدا کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 3

وَلْتَكُنْ مِّنْكُمْ اُمَّةٌ یَّدْعُوْنَ اِلَی الْخَیْرِ وَیَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَیَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

او باید له تاسې څخه یوه ډله وي چې د خیر په لور بلنه کوي په نیکۍ امر کوي او له بدۍ څخه منع، او همدغه خلک خلاصیدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 3

وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ تَفَرَّقُوْا وَاخْتَلَفُوْا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْبَیِّنٰتُ ؕ— وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟ۙ

او د هغو خلکو په شان مه کیږئ چې د ښکاره دلیلونو له راتګ وروسته جلا جلا شول او اختلاف یې وکړ او همدغو خلکو ته لوی عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 3

یَّوْمَ تَبْیَضُّ وُجُوْهٌ وَّتَسْوَدُّ وُجُوْهٌ ۚ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ اسْوَدَّتْ وُجُوْهُهُمْ ۫— اَكَفَرْتُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ فَذُوْقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟

هغه ورځ چې ځینې مخونه سپین کړای شي او ځینې مخونه تور، تور مخو خلکو ته به وویل شي ایا تاسې له ایمان راوړلو وروسته کافران شوئ؟ نو اوس د خپل کفر په بدل کې عذاب وڅکئ. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 3

وَاَمَّا الَّذِیْنَ ابْیَضَّتْ وُجُوْهُهُمْ فَفِیْ رَحْمَةِ اللّٰهِ ؕ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

او کومو کسانو چې مخونه یې سپین کړای شوي دي د الله په رحمت کې دي، او تل تر تله به په دې رحمت کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 3

تِلْكَ اٰیٰتُ اللّٰهِ نَتْلُوْهَا عَلَیْكَ بِالْحَقِّ ؕ— وَمَا اللّٰهُ یُرِیْدُ ظُلْمًا لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟

(ای محمده!) دا د الله ایتونه دي چې مونږ یې پر تا لولؤ او الله پاک پر خلکو ظلم نه غواړي. info
التفاسير: