Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Sarfaraz

Numero di pagina: 395:385 close

external-link copy
85 : 28

اِنَّ الَّذِیْ فَرَضَ عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ لَرَآدُّكَ اِلٰی مَعَادٍ ؕ— قُلْ رَّبِّیْۤ اَعْلَمُ مَنْ جَآءَ بِالْهُدٰی وَمَنْ هُوَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

بې له شکه کوم ذات چې پر تا قران فرض کړی دی هغه به تا هرو، مرو د وعدې ځای ته رسوي ـ او ای محمده! ووایه چې زما رب ته هغه معلوم دي چې هدایت يې خپل کړی او هغه هم ورته ښه معلوم دی چې په ښکاره ګمراهۍ کې اخته دي. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 28

وَمَا كُنْتَ تَرْجُوْۤا اَنْ یُّلْقٰۤی اِلَیْكَ الْكِتٰبُ اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ ظَهِیْرًا لِّلْكٰفِرِیْنَ ۟ؗ

محمده! تا هیڅکله هیله نه وه کړې چې کتاب درکړای شي دا ستا د رب یوه لورینه ده نو باید هیڅکله د کافرانو ملاتړ نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 28

وَلَا یَصُدُّنَّكَ عَنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ بَعْدَ اِذْ اُنْزِلَتْ اِلَیْكَ وَادْعُ اِلٰی رَبِّكَ وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۚ

او چې د الله ایاتونه درته نازل شول نو باید هیڅ شی دې ترې وانه ړوي د خپل رب په لور بلنه کوه! او باید هیڅکله په مشرکانو کې شامل نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 28

وَلَا تَدْعُ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ۘ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۫— كُلُّ شَیْءٍ هَالِكٌ اِلَّا وَجْهَهٗ ؕ— لَهُ الْحُكْمُ وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟۠

او له الله سره نور خدایان مه بله. له هغه پرته بل هیڅ معبود نشته له هغه پرته هر شی هلاکیدونکی دی. واکمني یوازې د هغه ده او تاسې ټول د هغه لورې ته ورګرځول کیږئ. info
التفاسير: