Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Sarfaraz

Numero di pagina: 383:377 close

external-link copy
77 : 27

وَاِنَّهٗ لَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او له شک نه وتلې ده چې: همدا قران د منونکو خلکو لپاره ښوونه او رحمت دی. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 27

اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ بِحُكْمِهٖ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۚ

او بې له شکه ستا رب به د هغوی په مینځ کې په خپل حکم سره پریکړه وکړي. او هغه په هر څه برلاسی او په هر څه ډیر پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 27

فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّكَ عَلَی الْحَقِّ الْمُبِیْنِ ۟

نو ای محمده! پر الله توکل وکړه. په یقین ته پر حقه يې. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 27

اِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتٰی وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَآءَ اِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِیْنَ ۟

بې له شکه ته مړي نشي اورولی، او نه هغو کڼو ته خپله بلنه رسولی شې چې شاه اړوي او تیښتي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 27

وَمَاۤ اَنْتَ بِهٰدِی الْعُمْیِ عَنْ ضَلٰلَتِهِمْ ؕ— اِنْ تُسْمِعُ اِلَّا مَنْ یُّؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟

او نه ړانده له بې لارۍ نه را اړولای شي. بلکې ته خپله خبره یوازې هغو کسانو ته اورولای شې چې زمونږ پر ایاتونو ایمان راوړي او غاړه ایښوونکي وي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 27

وَاِذَا وَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ اَخْرَجْنَا لَهُمْ دَآبَّةً مِّنَ الْاَرْضِ تُكَلِّمُهُمْ ۙ— اَنَّ النَّاسَ كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا لَا یُوْقِنُوْنَ ۟۠

او کله چې پر هغوی خبره پخه شوه نو مونږ به له ځمکې نه یو څاروی[۱] راوباسو چې ورته به ووايې: چې خلکو زمونږ ایتونه نه منل. info

[۱] دا د قیامت له غټو نښو نه یو نښه ده. غټې نښې عبارت دي له:( دجال راوتلو نه، له ځمکې نه د څاروي راوتل، لوګې او له لویديځ نه د لمر راختل) همدا نښې یو له بل سره تړلي دي( تفسیر ابن کثیر).

التفاسير:

external-link copy
83 : 27

وَیَوْمَ نَحْشُرُ مِنْ كُلِّ اُمَّةٍ فَوْجًا مِّمَّنْ یُّكَذِّبُ بِاٰیٰتِنَا فَهُمْ یُوْزَعُوْنَ ۟

او هغه ورځ را یاده کړه چې مونږ به د هر امت هغه خلک چې زمونږ ایتونه يې درواغ ګڼل ژوندي راپورته، او بیا به ټول سره یو ځای تم شي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 27

حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْ قَالَ اَكَذَّبْتُمْ بِاٰیٰتِیْ وَلَمْ تُحِیْطُوْا بِهَا عِلْمًا اَمَّاذَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

تر څو ټول راشي، نو رب به يې ورته ووایې: ایا تاسې زما ایتونه درواغ ګڼلي وو؟ په داسې حال کې چې هغه مو له بشپړې علمي څیړني لاندې نه وو راوستلي؟ او یا تاسې څه کړنه درلوده؟ info
التفاسير:

external-link copy
85 : 27

وَوَقَعَ الْقَوْلُ عَلَیْهِمْ بِمَا ظَلَمُوْا فَهُمْ لَا یَنْطِقُوْنَ ۟

نو د هغوی د ظلم او تیري له کبله پرې د ربړولو خبره پخه او هیڅ خبرې به نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 27

اَلَمْ یَرَوْا اَنَّا جَعَلْنَا الَّیْلَ لِیَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

ایا هغوی نه ګوري چې مونږ شپه د هغوی د سکون او ارام لپاره ګرځولې؟ او ورځ مو روښانه کړې؟ په رښتیا چې د ایمان راوړونکي قوم لپاره په دې کې ډير زیات دلایل دي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 27

وَیَوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَفَزِعَ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ اِلَّا مَنْ شَآءَ اللّٰهُ ؕ— وَكُلٌّ اَتَوْهُ دٰخِرِیْنَ ۟

او هغه ورځ را یاده کړه چې: په شپیلۍ کې پو وشي نو د اسمانونو او ځمکې ټول ژوي به پرته له هغو چې الله يې وساتي له ډار سره مخ ـ او په خورا عاجزۍ به د الله په وړاندې حاضر شي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 27

وَتَرَی الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَّهِیَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ؕ— صُنْعَ اللّٰهِ الَّذِیْۤ اَتْقَنَ كُلَّ شَیْءٍ ؕ— اِنَّهٗ خَبِیْرٌ بِمَا تَفْعَلُوْنَ ۟

په غرونو ګومان کوې چې په ځای ولاړ دي، مګر هغه به د وریځو په شان الوزي. دا د هغه الله جوړښت دی چې هر څه يي ښه کلک کړي دي. او بې شکه چې هغه ستاسې له ټولو کړنو څخه ښه خبر دی. info
التفاسير: