Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Sarfaraz

Numero di pagina:close

external-link copy
89 : 10

قَالَ قَدْ اُجِیْبَتْ دَّعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِیْمَا وَلَا تَتَّبِعٰٓنِّ سَبِیْلَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

الله پاک وفرمایل:ستاسو دواړو دعا ومنل شوه نو اوس تاسې سم اوسئ،او د ناپوهو خلکو پر لیار مه روانیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 10

وَجٰوَزْنَا بِبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ الْبَحْرَ فَاَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُوْدُهٗ بَغْیًا وَّعَدْوًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ اٰمَنْتُ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا الَّذِیْۤ اٰمَنَتْ بِهٖ بَنُوْۤا اِسْرَآءِیْلَ وَاَنَا مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟

مونږ بنې اسرائیل له دریاب نه تیر کړل.فرعون او لښکر بې د ظلم او تیري په هوډ ورپسې ووتل ان تر دې چې کله فرعون مخ په ډوبیدو شو نوو یې ویل: ما ومنله چې پرته له هغه یو الله نه چې بني اسرائیلو پرې ایمان راوړی بل هیڅ معبود نشته او ما هم هغه ته پوره غاړه ایښې ده. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 10

آٰلْـٰٔنَ وَقَدْ عَصَیْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

ځواب ورکړ شو چې اوس .. تر لږ وړاندې دې سر غړاوو،. او ته له فساد کوونکو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 10

فَالْیَوْمَ نُنَجِّیْكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُوْنَ لِمَنْ خَلْفَكَ اٰیَةً ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ اٰیٰتِنَا لَغٰفِلُوْنَ ۟۠

نو نن به مونږ یوازې ستا تنه بیرون کړو تر څو د ټولو راتلونکو لپاره د پند او عبرت نښه شي.او په دې کې هیڅ شک نشته چې ډیر خلک زمونږ له دلایلو نه بې پروا دي. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 10

وَلَقَدْ بَوَّاْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مُبَوَّاَ صِدْقٍ وَّرَزَقْنٰهُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ ۚ— فَمَا اخْتَلَفُوْا حَتّٰی جَآءَهُمُ الْعِلْمُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ یَقْضِیْ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

په رښتیا چې مونږ بنې اسرائیلو ته ښه هستوګنځي ورکړل او پاک خوراک مو ور په برخه کړ.هغوی د علم او پوهې له ورکړې وروسته په خپلو مینځونو کې اختلاف وکړ. ستا رب به د قیامت په ورځ د ټولو هغو خبرو فیصله وکړي چې هغوی پکې په جلا جلا لیارو روان وو. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 10

فَاِنْ كُنْتَ فِیْ شَكٍّ مِّمَّاۤ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ فَسْـَٔلِ الَّذِیْنَ یَقْرَءُوْنَ الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ— لَقَدْ جَآءَكَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟ۙ

نو که چیرې ته[۶]د هغه څه په هکله شکمن یې چې مونږ تاته نازل کړې دي.نو له هغو خلکو نه یې د حقوالې پوښتنه وکړه چې له پخوانه کتاب لولي.هو! تاته د خپل رب له لورې په باوري توکه راغلی دی نو له شک کوونکو څخه مه کیږه. info

[۶] ـ په عربې محاوره کې د هر شي نسبت(صدق)ته وشي معنا یې ده چې ډير ښه نو دلته معنا شوه چې غوره او ښه کورونه (فتح القدیر د امام اشوکاني)

التفاسير:

external-link copy
95 : 10

وَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَتَكُوْنَ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

او له هغو څخه مه کیږه چې د الله پاک ایتونه یې درواغ ګڼلي دي که نه نو له زیان کارانو نه به وګڼل شې. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 10

اِنَّ الَّذِیْنَ حَقَّتْ عَلَیْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

بې له شکه پر چا چې ستا د رب خبره پخه شوې ده،ایمان به رانه وړي. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 10

وَلَوْ جَآءَتْهُمْ كُلُّ اٰیَةٍ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟

که څه هم هر ډول دلیلونه ورته راشي،تر څو چې بالاخره دردناک عذاب وګوري. info
التفاسير: