Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Pioneer Translation Center (Ruwwad at-Tarjama)

ذاریات

external-link copy
1 : 51

وَالذّٰرِیٰتِ ذَرْوًا ۟ۙ

قسم دى په الوزوونكو (بادونو) په الوتلو سره. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 51

فَالْحٰمِلٰتِ وِقْرًا ۟ۙ

بيا په بار اوچتوونكو (وريځو). info
التفاسير:

external-link copy
3 : 51

فَالْجٰرِیٰتِ یُسْرًا ۟ۙ

بيا په نرمۍ سره چلېدونكو (بېړيو) باندې. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 51

فَالْمُقَسِّمٰتِ اَمْرًا ۟ۙ

بيا تقسیمونکي کارونو لره. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 51

اِنَّمَا تُوْعَدُوْنَ لَصَادِقٌ ۟ۙ

یقینا هغه څه چې تاسو سره یې وعده کیدی شي، رښتیا دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 51

وَّاِنَّ الدِّیْنَ لَوَاقِعٌ ۟ؕ

او بېشكه چې (د عمل) سزا پېښېدونكې ده. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 51

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْحُبُكِ ۟ۙ

قسم دى په آسمان، د لارو او ښكلا والا. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 51

اِنَّكُمْ لَفِیْ قَوْلٍ مُّخْتَلِفٍ ۟ۙ

یقینا تاسو په خبره مختلفې کې یاست. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 51

یُّؤْفَكُ عَنْهُ مَنْ اُفِكَ ۟ؕ

له دې (اسلام) څخه هغه څوک اړول كيږي چې (په ازل كې) اړول شوى وي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 51

قُتِلَ الْخَرّٰصُوْنَ ۟ۙ

اټكل كوونكي رټل شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 51

الَّذِیْنَ هُمْ فِیْ غَمْرَةٍ سَاهُوْنَ ۟ۙ

هغه کسان چې دوی په جهل کې غافل دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 51

یَسْـَٔلُوْنَ اَیَّانَ یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ

پوښتنې كوي چې (هغه) د سزا ورځ به كله وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
13 : 51

یَوْمَ هُمْ عَلَی النَّارِ یُفْتَنُوْنَ ۟

هغه ورځ چې دوی به اور باندې اوسوځولی شي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 51

ذُوْقُوْا فِتْنَتَكُمْ ؕ— هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

(اوس) د خپل عذاب خوند وڅكئ! دا دي هغه څه چې تاسو بيړه پرې كوله. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 51

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

بېشكه متقيان په باغونو او چينو كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 51

اٰخِذِیْنَ مَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَبْلَ ذٰلِكَ مُحْسِنِیْنَ ۟ؕ

څه چې خپل پالونکي يې وركړي د هغو را اخيستونكي به وي، بېشکه هغوى له دې وړاندې نيكان وو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 51

كَانُوْا قَلِیْلًا مِّنَ الَّیْلِ مَا یَهْجَعُوْنَ ۟

هغوى به د شپې لږ (وخت) ويده كېدل. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 51

وَبِالْاَسْحَارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ ۟

او په سهارونو كې به يې بخښنې غوښتلې. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 51

وَفِیْۤ اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّآىِٕلِ وَالْمَحْرُوْمِ ۟

او په مالونو كې به يې د سوالګر او سوال نه كوونكي مسكين لپاره برخه وه. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 51

وَفِی الْاَرْضِ اٰیٰتٌ لِّلْمُوْقِنِیْنَ ۟ۙ

او په ځمكه كې (ډېرې) نښانې دي باور كوونكو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 51

وَفِیْۤ اَنْفُسِكُمْ ؕ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟

او ستاسي په خپلو ځانو كې هم، نو آيا تاسو يې نه وينئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 51

وَفِی السَّمَآءِ رِزْقُكُمْ وَمَا تُوْعَدُوْنَ ۟

او ستاسي روزي او څه چې درسره ژمنه كيږي (ټول) په آسمان كې دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 51

فَوَرَبِّ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ اِنَّهٗ لَحَقٌّ مِّثْلَ مَاۤ اَنَّكُمْ تَنْطِقُوْنَ ۟۠

نو د آسمان او ځمكې په رب قسم چې دا بالكل رېښتيا دي لكه دا تاسو چې خبرې كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 51

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ الْمُكْرَمِیْنَ ۟ۘ

آيا د ابراهيم (عليه السلام) د عزتمنو مېلمنو خبر درته راغلى؟ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 51

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ سَلٰمٌ ۚ— قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟

كله چې په هغه ورننوتل وېلې سلام دې وي، هغه وويل سلام دې (پر تاسي هم) وي، څه نا اشنا خلک یاست. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 51

فَرَاغَ اِلٰۤی اَهْلِهٖ فَجَآءَ بِعِجْلٍ سَمِیْنٍ ۟ۙ

بيا غلى كور ته ولاړ او يو چاغ (څرب) خوسى يې راوړ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 51

فَقَرَّبَهٗۤ اِلَیْهِمْ قَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ؗ

چې هغوى ته يې نېږدې كړ، وېلې: ولې يې نه خورئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 51

فَاَوْجَسَ مِنْهُمْ خِیْفَةً ؕ— قَالُوْا لَا تَخَفْ ؕ— وَبَشَّرُوْهُ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟

نو له هغوى نه يې په زړه كې وېره راغله، هغوى ويل: مه وېرېږه او د يو ښه عالم هلک (زوى) زېرى يې وركړ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 51

فَاَقْبَلَتِ امْرَاَتُهٗ فِیْ صَرَّةٍ فَصَكَّتْ وَجْهَهَا وَقَالَتْ عَجُوْزٌ عَقِیْمٌ ۟

نو ښځه يې په حيرانۍ رامخكې شوه، غږ يې وكړ نو مخ ته يې ټس وركړ وېلې: بوډۍ او شنډه! info
التفاسير:

external-link copy
30 : 51

قَالُوْا كَذٰلِكِ ۙ— قَالَ رَبُّكِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟

هغوى وويل: (هو) همداسې ستا رب ويلي دي، بېشكه هغه حكمت والا ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 51

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

وویل (ابراهيم): ستاسو کار (مقصد) څه دی؟ ای رالېږل شویو استازو! info
التفاسير:

external-link copy
32 : 51

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

هغوی وېلې: موږ يو مجرم قوم ته لېږل شوي يو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 51

لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ طِیْنٍ ۟ۙ

ترڅو پر هغوی دپخې شوې خټې تيږې و وروو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 51

مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِیْنَ ۟

كوم چې ستا له پالونکي سره د همغو زياتي كوونكو لپاره نښاني شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 51

فَاَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِیْهَا مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

نو له مومنانو چې څوک هلته پكې وو، هغوى مو ترې واېستل. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 51

فَمَا وَجَدْنَا فِیْهَا غَیْرَ بَیْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

خو د مسلمانانو له يو كور پرته نور مو پكې ونه موندل. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 51

وَتَرَكْنَا فِیْهَاۤ اٰیَةً لِّلَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ؕ

او په هغه (کلي) كې مو د دردوونکي عذاب نه د وېرېدونكو خلكو لپاره يوه (لويه) نښانه پرېښوده. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 51

وَفِیْ مُوْسٰۤی اِذْ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی فِرْعَوْنَ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

او د موسى په قصه كې (هم نصيحت دى) كله مو چې له څرګند دليل سره فرعون ته ولېږلو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 51

فَتَوَلّٰی بِرُكْنِهٖ وَقَالَ سٰحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟

خو فرعون په خپل ځواک سره مخ ترې واړولو او ويل يې چې كوډګر يا ليونى دى. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 51

فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟ؕ

نو موږ هغه او لښكر يې راګير او سيند كې مو واچول په داسې حال کې چې ځان یې ملامته کاوه. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 51

وَفِیْ عَادٍ اِذْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الرِّیْحَ الْعَقِیْمَ ۟ۚ

او په عاديانو كې (هم عبرت دى) هغه وخت چې يو شنډ (بې خيره) باد مو پرې راولېږلو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 51

مَا تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ اَتَتْ عَلَیْهِ اِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِیْمِ ۟ؕ

په هر شي به چې راغى هغه به يې پرته له رژولو (ميده كولو) بل ډول نه پرېښودلو. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 51

وَفِیْ ثَمُوْدَ اِذْ قِیْلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوْا حَتّٰی حِیْنٍ ۟

او په ثموديانو كې هم كله چې ورته وويل شول تر څه وخته (له ژونده) ګټه واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 51

فَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟

نو د خپل پالونکي له امره يې سرغړونه وکړه نو هغوى ورته كتل چې ټكه (تندر) پرې را پرېوته. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 51

فَمَا اسْتَطَاعُوْا مِنْ قِیَامٍ وَّمَا كَانُوْا مُنْتَصِرِیْنَ ۟ۙ

بيا نه پاڅېدى شول او نه غچ اخيستونكي وو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 51

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟۠

او له دې مخکې د نوح قوم، بېشكه هغوى (هم) بې لارې خلک وو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 51

وَالسَّمَآءَ بَنَیْنٰهَا بِاَیْىدٍ وَّاِنَّا لَمُوْسِعُوْنَ ۟

او آسمان مو په خپل قدرت سره جوړ كړى او موږ هرومرو پراخوونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 51

وَالْاَرْضَ فَرَشْنٰهَا فَنِعْمَ الْمٰهِدُوْنَ ۟

او ځمكه مو فرش كړې ده نو موږ (څنګه) ښه غوړوونكي (هوارونكي) يو! info
التفاسير:

external-link copy
49 : 51

وَمِنْ كُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَیْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

او له هر شي مو جوړې پيدا كړې دي چې تاسي پند واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 51

فَفِرُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ

نو الله ته وروتښتئ! په رېښتيا زه د هغه له خوا ستاسي لپاره ښكاره وېروونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 51

وَلَا تَجْعَلُوْا مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

او الله سره بل معبود مه ګرځوئ، زه دهغه له خوا تاسو ته يو ښكاره وېروونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 51

كَذٰلِكَ مَاۤ اَتَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا قَالُوْا سَاحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟۫

همدغه شان تر هغوی مخکې خلكو ته چې هر رسول ورغلى، هغوى ويلي چې كوډګر يا لېونى دى. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 51

اَتَوَاصَوْا بِهٖ ۚ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ

آيا هغوى يو بل ته په دې خبره سپارښتنه کړې وه؟ بلكې هغوى سركښ خلک وو. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 51

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَاۤ اَنْتَ بِمَلُوْمٍ ۟ؗ

نو له هغوى مخ وګرځوه ته خو پرې څه ملامت نه يې. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 51

وَّذَكِّرْ فَاِنَّ الذِّكْرٰی تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او (البته) نصيحت كوه ځكه چې دا نصيحت په رېښتيا مومنانو ته ګټه رسوي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 51

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ ۟

او ما پيری او انسان بل څه ته نه دي پيدا كړي پرته له دې چې زما عبادت وکړي [د توحید عقیده ولري]. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 51

مَاۤ اُرِیْدُ مِنْهُمْ مِّنْ رِّزْقٍ وَّمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ یُّطْعِمُوْنِ ۟

له هغوى څخه نه روزي غواړم او نه دا غواړم چې خواړه راكړي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 51

اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِیْنُ ۟

پرته له شکه همغه الله ښه روزي وركوونكى محكم (کلک) قوت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 51

فَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذَنُوْبًا مِّثْلَ ذَنُوْبِ اَصْحٰبِهِمْ فَلَا یَسْتَعْجِلُوْنِ ۟

نو چا چې ظلمونه كړي يقيناً د عذاب برخه يې د خپلو ملګرو د برخې په شان ده نو په ېیړه دې دعذاب غوښتنه را څخه نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 51

فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ یَّوْمِهِمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟۠

نو چا چې كفر كړى د خپلې هغې ورځې له امله تباهي ورپېښه ده كومه چې ژمنه يې ورسره كيږي. info
التفاسير: