Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Pioneer Translation Center (Ruwwad at-Tarjama)

فاطر

external-link copy
1 : 35

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ جَاعِلِ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا اُولِیْۤ اَجْنِحَةٍ مَّثْنٰی وَثُلٰثَ وَرُبٰعَ ؕ— یَزِیْدُ فِی الْخَلْقِ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

الله لره ستاينه ده، له نوي سره د اسمانو او ځمكې پيدا كونكي (لره)، د دوه دوه، درې درې او څلورو څلورو وزرونو والا ملايكو استازى ګرځونكي (الله) لره، چې هغه په مخلوق كې څنګه غواړي هومره زياتوالى كوي يقيناً الله په هر څه قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 35

مَا یَفْتَحِ اللّٰهُ لِلنَّاسِ مِنْ رَّحْمَةٍ فَلَا مُمْسِكَ لَهَا ۚ— وَمَا یُمْسِكْ ۙ— فَلَا مُرْسِلَ لَهٗ مِنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

الله چې خلكو ته خپل څه رحمت را پرانيزي نو د هغه څوك بندوونكى نشته، او څه چې بند كړي نو بيا له ده وروسته يې څوك جاري كوونكى نشته او همغه برلاسى او د حكمت والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 35

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ عَلَیْكُمْ ؕ— هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَیْرُ اللّٰهِ یَرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؗ— فَاَنّٰی تُؤْفَكُوْنَ ۟

اې خلكو! الله چې پر تاسو څه پېرزوينه كړې هغه درياد كړئ، آيا له الله پرته كوم بل خالق شته چې له آسمان او ځمكې روزي دركړي؟ له هغه پرته كوم بل الله نشته، نو تاسو څنګه اړول كيږئ (له حقه). info
التفاسير: