Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Pioneer Translation Center (Ruwwad at-Tarjama)

عنکبوت

external-link copy
1 : 29

الٓمّٓ ۟ۚ

الم [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 29

اَحَسِبَ النَّاسُ اَنْ یُّتْرَكُوْۤا اَنْ یَّقُوْلُوْۤا اٰمَنَّا وَهُمْ لَا یُفْتَنُوْنَ ۟

آيا خلك ګمان کوي چې هغوى به همداسې پرېښودل شي كله چې ووايي موږ ايمان راوړى او څه ازمايښت به ورباندې ونه کړای شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
3 : 29

وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَیَعْلَمَنَّ اللّٰهُ الَّذِیْنَ صَدَقُوْا وَلَیَعْلَمَنَّ الْكٰذِبِیْنَ ۟

قسم دی خامخا مخكې خلك موږ ازمايلي دي، پس قسم دی هرومرو الله راڅرګندوي هغه کسان چې ریښتیني دي [پخپله ویناکې] اوهغه کسان چې درواغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 29

اَمْ حَسِبَ الَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السَّیِّاٰتِ اَنْ یَّسْبِقُوْنَا ؕ— سَآءَ مَا یَحْكُمُوْنَ ۟

آیا ګومان کوي هغه کسان چې بد کارونه کوي چې پرموږبه مخکې شي؟ ډېره بده پریکړه ده چې دوی یې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 29

مَنْ كَانَ یَرْجُوْا لِقَآءَ اللّٰهِ فَاِنَّ اَجَلَ اللّٰهِ لَاٰتٍ ؕ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

څوك چې له الله سره د مخامخ کېدلو هيله لري نو د الله نېټه خامخا راتلونكې ده او همغه ډېر پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 29

وَمَنْ جٰهَدَ فَاِنَّمَا یُجَاهِدُ لِنَفْسِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَغَنِیٌّ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او چا چې ځان وکړاوه نو بې شکه کړاو یې له ځان لپاره دی، بې شکه الله تعالی له مخلوقاتو څخه بې پروا دی. info
التفاسير: