Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu - Pioneer Translation Center (Ruwwad at-Tarjama)

حجر

external-link copy
1 : 15

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ وَقُرْاٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

الر [1]، دغه د كتاب او واضح قرآن آیتونه دي. info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 15

رُبَمَا یَوَدُّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْ كَانُوْا مُسْلِمِیْنَ ۟

ډیر ځلې به ارزو (هېله) کوي هغه کسان چې کافران شوي دي چې کاشکې وی دوی مسلمانان. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 15

ذَرْهُمْ یَاْكُلُوْا وَیَتَمَتَّعُوْا وَیُلْهِهِمُ الْاَمَلُ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

پريږده دوی (ای پیغمبره) چې خوراکونه کوي او مزې اخلي (د دنیا) او غافل کړي دوی لره امیدونو، نو زر دی چې دوی ته به ښکاره شي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 15

وَمَاۤ اَهْلَكْنَا مِنْ قَرْیَةٍ اِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُوْمٌ ۟

او موږ هيڅ كلي والا نه دي تباه كړي مګر د هغوی لپاره ټاکلي لیکل وو. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 15

مَا تَسْبِقُ مِنْ اُمَّةٍ اَجَلَهَا وَمَا یَسْتَاْخِرُوْنَ ۟

نه شي مخکې کیدلی هیڅ قوم له خپلې نېټې څخه او نه وروسته کیدلی شي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 15

وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْ نُزِّلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ اِنَّكَ لَمَجْنُوْنٌ ۟ؕ

او ویلی (دغو کافرانو محمد صلی الله علیه وسلم ته) ای هغه سړیه چې نازل کړی شوی دی پر هغه باندې ذکر (قرآن) بې شکه ته خامخا لیونی يې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 15

لَوْ مَا تَاْتِیْنَا بِالْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ولې نه راولې ته موږ ته ملائکې که یې ته له ريښتینو څخه. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 15

مَا نُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوْۤا اِذًا مُّنْظَرِیْنَ ۟

نه نازلوو موږ پريښتې مګر له حق سره، او بيا خلكو ته مهلت نه وركول كېږي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 15

اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟

بې شکه موږ پخپله نازل کړې دی ذکر (قرآن کریم) او بې شکه چې موږ د ده خامخا ساتونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 15

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ فِیْ شِیَعِ الْاَوَّلِیْنَ ۟

او خامخا په تحقیق سره لیږلي و موږ (رسولان) پخوا له تا په ډلو د پخوانیو (خلکو) کې. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 15

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

او نه به راته هغوی ته هیڅ رسول مګر حال دا چې وو به دوی چې په هغه پورې به یې مسخری کولې. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 15

كَذٰلِكَ نَسْلُكُهٗ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ

همدغه شان موږ ورننباسو دا (انكار) د مجرمانو په زړونو كې. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 15

لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

هغوى پرې ايمان نه راوړي، له پخوا نه د دغه ډول خلكو همدا كړنلاره ده. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 15

وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا مِّنَ السَّمَآءِ فَظَلُّوْا فِیْهِ یَعْرُجُوْنَ ۟ۙ

او که راپرانیزو موږ په دوی باندې یوه دروازه له اسمانه چې شي دوی په دې کې (ټوله ورځ) ورخیژي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 15

لَقَالُوْۤا اِنَّمَا سُكِّرَتْ اَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُوْرُوْنَ ۟۠

بيا به يې هم همدا ويل چې زموږ سترګې غولول كېږي، بلكې پر موږ كوډې شوې دي. info
التفاسير: