Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
120 : 9

مَا كَانَ لِاَهْلِ الْمَدِیْنَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ اَنْ یَّتَخَلَّفُوْا عَنْ رَّسُوْلِ اللّٰهِ وَلَا یَرْغَبُوْا بِاَنْفُسِهِمْ عَنْ نَّفْسِهٖ ؕ— ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ لَا یُصِیْبُهُمْ ظَمَاٌ وَّلَا نَصَبٌ وَّلَا مَخْمَصَةٌ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَلَا یَطَـُٔوْنَ مَوْطِئًا یَّغِیْظُ الْكُفَّارَ وَلَا یَنَالُوْنَ مِنْ عَدُوٍّ نَّیْلًا اِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهٖ عَمَلٌ صَالِحٌ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟ۙ

د مدينې د خلکو او د هغوی چاپېر د صحرا اوسېدونکو لپاره روا نه ده چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه سرغړونه وکړي، کله چې هغه په خپله جهاد ته وځي، هغوی لره روا نده چې پر خپلو ځانونو بخل وکړي او د نبي صلی الله عليه وسلم څخه يې وساتي بلکې پر هغوی لازم دي چې خپل ځانونه د هغه صلی الله عليه وسلم له نفسه قربان کړي، ځکه هغوی لره نه رسيږي کومه تنده، ستړيا، لوږه د الله په لار کې او نه هغوی په کوم ځای کې ښکته کيږي چې شتون يې د کافرانو د غوسې لامل وي، يا نه ورته رسيږي د دوښمن لخوا وژنه، بندي کېدل، ولجه کېدل او يا ماتې خوړل خو دا چې هغوی لره پر دغه، الله د ښه کار بدله ليکلې ده چې له هغوی يې قبلوي، بېشکه الله د نېکانو بدله نه ضايع کوي بلکې بشپړه يې ورکوي. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• وجوب تقوى الله والصدق وأنهما سبب للنجاة من الهلاك.
له الله څخه د وېرې او ريښتينولۍ واجبوالی او دا چې دغه دواړه له تباهۍ د خلاصون لامل دي. info

• عظم فضل النفقة في سبيل الله.
د الله په لار کې د لګښت د ثواب لوی والی. info

• وجوب التفقُّه في الدين مثله مثل الجهاد، وأنه لا قيام للدين إلا بهما معًا.
پر دين د پوهاوي واجبوالی، بېلګه يې د جهاد غوندې ده او دا چې د دين قيام پر همدغو دوو دی. info