Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

نازعات

Alcuni scopi di questa Sura comprendono:
التذكير بالله واليوم الآخر.
د الله او آخرت ورځ ورپه يادول info

external-link copy
1 : 79

وَالنّٰزِعٰتِ غَرْقًا ۟ۙ

الله پر هغو پرېښتو لوړه وکړه چې د کافرانو ساوې په سختۍ او تاوتريخوالي کشکوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 79

وَّالنّٰشِطٰتِ نَشْطًا ۟ۙ

او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې د مؤمنانو ساوې په نرمۍ او آسانۍ وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 79

وَّالسّٰبِحٰتِ سَبْحًا ۟ۙ

او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې د الله پر امر له آسمانه ځمکې ته غوټې وهي (راکوزيږي). info
التفاسير:

external-link copy
4 : 79

فَالسّٰبِقٰتِ سَبْقًا ۟ۙ

او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې د الله د امر په پرځای کولو کې له يو بل وړاندې کېږي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 79

فَالْمُدَبِّرٰتِ اَمْرًا ۟ۘ

او پر هغو پرېښتو يې لوړه وکړه چې الله هغوی ته له خپلې پرېکړې کوم امر کړی هغه پر ځای کوي لکه د بندګانو پر کړنو ګومارل شوې پرېښتې؛ پر دغو ټولو يې لوړه وکړه چې هرومرو به هغوی د حساب او بدلې لپاره راپورته کوي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 79

یَوْمَ تَرْجُفُ الرَّاجِفَةُ ۟ۙ

په کومه ورځ چې ځمکه له لومړي پوکي سره ولړزيږي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 79

تَتْبَعُهَا الرَّادِفَةُ ۟ؕ

په دغه پوکي پسې به بل دويم پوکی وي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 79

قُلُوْبٌ یَّوْمَىِٕذٍ وَّاجِفَةٌ ۟ۙ

په دغه ورځ به د کافرانو او بې لارو خلکو زړونه په وېره کې وي.
info
التفاسير:

external-link copy
9 : 79

اَبْصَارُهَا خَاشِعَةٌ ۟ۘ

پر سترګو به يې د رسوايۍ اغېز ښکاري. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 79

یَقُوْلُوْنَ ءَاِنَّا لَمَرْدُوْدُوْنَ فِی الْحَافِرَةِ ۟ؕ

او هغوی به وايي: آيا وروسته تر دې چې مړه شوو بېرته ژوند ته نه ورګرځو؟!. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 79

ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا نَّخِرَةً ۟ؕ

او کله چې موږ وراسته خالي هډوکي يو له دې وروسته بېرته ګرځو؟!. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 79

قَالُوْا تِلْكَ اِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ ۟ۘ

هغوی ويل: کله چې وګرځو؛ نو دا خو ډېره تاواني ګرځېدنه ده، چې څښتن يې دوکه کړل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 79

فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ ۟ۙ

د بېرته راګرځېدو چاره آسانه ده، هغه خو يوازې پر پوکي د ګومارل شوې پرېښتې له لوري يوه چېغه ده. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 79

فَاِذَا هُمْ بِالسَّاهِرَةِ ۟ؕ

نو بيا به ټول د ځمکې پر مخ ژوندي وي وروسته تر دې چې هغوی يې په ګېډه کې مړه وو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 79

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ مُوْسٰی ۟ۘ

اې رسوله! تاته د موسی خبر له خپل پالونکي او له خپل دښمن فرعون سره راغلی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 79

اِذْ نَادٰىهُ رَبُّهٗ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًی ۟ۚ

کله چې يې پالونکي د طوی په سپېڅلې شېله کې اواز ورته وکړ. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• التقوى سبب دخول الجنة.
ځان ساتنه جنت ته د ننوتلو لامل دی. info

• تذكر أهوال القيامة دافع للعمل الصالح.
د قيامت د سختيو يادونه نېک کارته هڅونه ده. info

• قبض روح الكافر بشدّة وعنف، وقبض روح المؤمن برفق ولين.
د کافر سا په سختۍ او تاوتريخوالي اخېستل او د مؤمن سا په آسانۍ او نرمۍ سره. info