Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
23 : 67

قُلْ هُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟

اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې پيداکړي ياست، او تاسې لره يې داسې غوږونه درکړي چې پرې اورئ، او داسې سترګې چې پرې وينئ، او داسې زړونه چې پرې پوهېږئ، خو لږ له تاسو د الله پر هغو نعمتونو شکر باسئ چې درباندې پېرزو کړي يې دي. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• اطلاع الله على ما تخفيه صدور عباده.
د الله پر هغه څه خبرېدل چې د هغه دبندګانو سينې يې پټوي. info

• الكفر والمعاصي من أسباب حصول عذاب الله في الدنيا والآخرة.
کفر او ګناهونه په دنيا او آخرت کې د الله د عذاب د حاصلېدلو له لاملونو څخه دي. info

• الكفر بالله ظلمة وحيرة، والإيمان به نور وهداية.
پر الله کفر کول تياره او حيرانتيا ده، او پر هغه ايمان راوړل رڼا او لارښوونه ده. info