Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
15 : 64

اِنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَاَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ؕ— وَاللّٰهُ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟

پرته له شکه ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ستاسو لپاره ازمويښت او امتحان دی، کله مو د ناروا پر ترسره کولو او د الله د پيروۍ پرېښودلو ته اړباسي او له الله سره د هغه چا لپاره لوی ثواب دی چې د الله پيروۍ ته د اولادونو پر پيروۍ او په مال پر بوختيا لومړيتوب ورکړي، او دغه لويه بدله جنت دی. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• مهمة الرسل التبليغ عن الله، وأما الهداية فهي بيد الله.
د رسول دنده د الله له لوري تبليغ کول دي، خو لارښوونه د الله په لاس کې ده. info

• الإيمان بالقدر سبب للطمأنينة والهداية.
پر تقدير ايمان لرل د ډاډ او لارښوونې لامل کيږي. info

• التكليف في حدود المقدور للمكلَّف.
د توان په پولو کې مکلف ته تکليف متوجه کيږي. info

• مضاعفة الثواب للمنفق في سبيل الله.
د الله په لار کې د لګښت کوونکي لپاره د ثواب څو برابره کېدل. info