Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
6 : 59

وَمَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ مِنْهُمْ فَمَاۤ اَوْجَفْتُمْ عَلَیْهِ مِنْ خَیْلٍ وَّلَا رِكَابٍ وَّلٰكِنَّ اللّٰهَ یُسَلِّطُ رُسُلَهٗ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

او د بنو نضير له مالونو څخه چې الله پر خپل رسول څه را ګرځولي، د هغه په لټه کې خو تاسې نه اسونه ځغلولي او نه اوښان، اونه په هغو کې کوم کړاو درته رسېدلی، خو الله خپل رسول پر هغه چا مسلطوي چې ويې غواړي، او خپل رسول يې پر بنونضير مسلط کړ، نو د هغوی ښارونه يې پرته له جنګ څخه فتح کړل، او الله پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې هم نه شي بې وسه کولای. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• فعل ما يُظنُّ أنه مفسدة لتحقيق مصلحة عظمى لا يدخل في باب الفساد في الأرض.
د لوی مصلحت د را منځته کولو لپاره د هغه څه ترسره کول چې د مفسدې ګومان پرې کيږي په ځمکه کې په فساد کې نه داخليږي. info

• من محاسن الإسلام مراعاة ذي الحاجة للمال، فَصَرَفَ الفيء لهم دون الأغنياء المكتفين بما عندهم.
د اسلام له ښېګڼو څخه دا دي چې مال ته د اړتيا لرونکي خيال ساتي، نو ولجې هغوی ته ورکوي پرته له دې چې هغو شتمنو ته یې ورکړي چې له هغوی سره دومره څه وي چې بسنه يې پرې کيږي. info

• الإيثار منقبة عظيمة من مناقب الإسلام ظهرت في الأنصار أحسن ظهور.
بل ته لومړيتوب ورکول د اسلام له لوړو ښو خويونو څخه دي چې په انصارو کې په ښه ډول ښکاره شول. info