Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

Numero di pagina: 123:106 close

external-link copy
96 : 5

اُحِلَّ لَكُمْ صَیْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهٗ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّیَّارَةِ ۚ— وَحُرِّمَ عَلَیْكُمْ صَیْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِیْۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

حلال کړی الله تعالی تاسو لره ښکار د اوبو د حیواناتو، او هغه چې راويې غورځوي تاسو ته بحر ژوندی یا مړ فایده ده لپاره د هغه چا چې مقیم وي ستاسو نه یا مسافر وي چې د دې نه توخه واخلي، او حرام کړی یې دی په تاسو باندې ښکار د وچې ترڅو چې تاسو د احرام په حالت کې یاست د حج یا عمرې د ادا کولو لپاره، او وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه د نواهیو څخه، نو الله تعالی هغه ذات دی چې یواځې هغه ته تاسو واپس کیدلی شئ د قیامت په ورځ، نو تاسې لره به بدله درکړي ستاسو په عملونو. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 5

جَعَلَ اللّٰهُ الْكَعْبَةَ الْبَیْتَ الْحَرَامَ قِیٰمًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْیَ وَالْقَلَآىِٕدَ ؕ— ذٰلِكَ لِتَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَاَنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

الله تعالی ګرځولې ده کعبه کور د عزت سبب د ژوند لپاره د ټولو خلکو، په دې باندې د هغوې دیني مصلحتونه ولاړ دي د لمانځه او حج او عمرې نه، او د دوی دنیوي مصلحتونه هم په امن سره په حرم کې او په راکش کولو د هر قسم میوو دې ته، او ګرځولی یې دي د عزت والا میاشتي چې هغه: (ذو القعدة، ذو الحجة، محرم او رجب دي) دي سبب د زندګۍ دوی لره په امن سره په دې میاشتو کې د بل د چا د جنګ کولو نه د دوی سره، او نذر شوي څاروي او هغه څاروي چې په غاړه کې یې ورته امیلونه اچولې وي چې ښودونکي وي د دې خبرې چې دا حرم ته روان کړی شوي دي سبب د زندګي دی دوی لره په امن د خاوندانو د دې کې د پیش کیدلو نه دوی ته په تکلیف سره، دا هغه څه دي چې الله تعالی پرې په تاسو باندې احسان کړی د دې لپاره چې تاسو پوهه شئ چې یقینا الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې په اسمانونو کې دي او په هغه څه چې په ځمکه کې دي، او بیشکه الله تعالی په هر یو شي باندې پوهه دی، نو ځکه د هغه شریعت ګرځولي دې شیانو لره –ستاسو د مصلحتونو د جلبولو لپاره او ستاسو نه د ضرر د دفع کولو لپاره مخکې د هغه د واقع کیدلو نه- دا دلیل دی په علم د هغه په هغه څه باندې چې بندګانو لره مناسب وي. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 5

اِعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ وَاَنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟ؕ

پوهه شئ –ای خلکو-! بیشکه الله تعالی سختې سزا والا دی هغه چا لره چې نافرماني یي وکړي، او بخښنه کوونکی دی هغه چا ته چې توبه ورته وباسي، مهربانه دی په دې باندې. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 5

مَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَمَا تَكْتُمُوْنَ ۟

نشته په پیغمبر باندې مګر رسول د هغه څه چې الله تعالی ورته په رسولو امر کړی، نو نشته په هغه باندې توفیق ورکول خلکو ته د هدایت، نو دا یوازي د الله تعالی په لاس کې دي، او الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې تاسو یي ښکاره کوئ، او پټوئ یې د هدایت او ګمراهۍ نه، او خامخا به درله پدې باندې بدله درکوي. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 5

قُلْ لَّا یَسْتَوِی الْخَبِیْثُ وَالطَّیِّبُ وَلَوْ اَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِیْثِ ۚ— فَاتَّقُوا اللّٰهَ یٰۤاُولِی الْاَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟۠

ته ورته ووایه –ای پیغمبره- ندی برابر پلیت د هر شي نه سره د پاک د هر شي نه، او اګر که تعجب کې اچوي تا لره ډیروالی د پلیت شي، نو ځکه ډیروالی د پلیت شي د هغه په بهتروالي دلالت نه کوي، نو وویریږئ د الله تعالی څخه –ای د عقلونو خاوندانو- په پریښودلو د پلیت شي او په کولو د پاک شي د دې لپاره چې تاسو د جنت په حاصلولو کامیاب شئ. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 5

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَسْـَٔلُوْا عَنْ اَشْیَآءَ اِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ ۚ— وَاِنْ تَسْـَٔلُوْا عَنْهَا حِیْنَ یُنَزَّلُ الْقُرْاٰنُ تُبْدَ لَكُمْ ؕ— عَفَا اللّٰهُ عَنْهَا ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟

اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی له رسوله مو د داسې شيانو په اړه پوښتنې مه کوئ چې اړتيا ورته نه لرئ، او نه مو د دين په چاره کې مرسته درسره کوي، که هغه درته څرګند شي؛ نو ښه به درته نه وي، ځکه په هغو کې به سختي وي او که تاسې د داسې شيانو په اړه پوښتنې کوئ چې له پوښتلو يې راګرځول شوي ياست کله چې پر رسول وحي نازليږي؛ نو درته بيان به يې کړي، ځکه دغه د الله لپاره آسانه دي، الله له هغو شيانو څخه تېرشوی چې قرآن ورڅخه چپ پاتې شوی؛ نو په اړه يې پوښتنې مه کوئ، که يې په اړه پوښتنې وکړئ، پر تاسو به د هغو د حکم له امله تکليف را نازل شي او الله د خپلو بنده ګانو د ګناهونو بښونکی دی کله چې هغوی توبه وباسي او زغمونکی دی چې هغوی ته پرې سزا ورنه کړي.
info
التفاسير:

external-link copy
102 : 5

قَدْ سَاَلَهَا قَوْمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ ثُمَّ اَصْبَحُوْا بِهَا كٰفِرِیْنَ ۟

بیشکه غوښتنه کړی وه د دې په شان یو قوم چې ستاسو نه مخکې تیرشوي، نو کله چې هغوی مکلف شول په هغې باندې عمل یي پرې ونه کړ، نو د دې په وجه هغوی کافران شول. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 5

مَا جَعَلَ اللّٰهُ مِنْ بَحِیْرَةٍ وَّلَا سَآىِٕبَةٍ وَّلَا وَصِیْلَةٍ وَّلَا حَامٍ ۙ— وَّلٰكِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— وَاَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟

الله تعالی ستاسو لپاره حلال کړی څاروي (چارپایان)، نو نه یي دي حرام کړی د هغو نه هغه چې مشرکانو په خپلو ځانونو حرام کړی د خپلو بوتانو لپاره د بحیرې نه او دا هغه اوښه ده چې غوږونه یي پری کیدی شي کله چې معلوم تعداد بچې وزیږوي، او سائبه او دا هغه اوښه ده چې کله معلوم عمر ته ورسیږي بیا ازاده پریښودل شي د خپلو بوتانو لپاره، او وصیلة او دا هغه اوښه ده چې کله پرلپسي ښځینه بچي راوړي، او حام هغه اوښ دی چې کله د هغه شا نه معلوم عدد اوښان پیدا شي، لیکن کافرانو دا ګمان کړی په الله تعالی باندې په دروغو او بهتان سره چې یقینا الله تعالی دا ذکر شوي څاروي حرام کړي، او ډیر د کافرانو نه د حق او باطل او د حلال او حرام ترمنځ توپیر نشي کولی. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• الأصل في شعائر الله تعالى أنها جاءت لتحقيق مصالح العباد الدنيوية والأخروية، ودفع المضار عنهم.
د الله تعالی ددین په نښو کې اصل دا دې چې دا د بندګانو د دنیوي او اخروي مصلحتونو د تحقیق لپاره راغلي، او د هغوی نه د ضرر د دفع کولو لپاره راغلي. info

• عدم الإعجاب بالكثرة، فإنّ كثرة الشيء ليست دليلًا على حِلِّه أو طِيبه، وإنما الدليل يكمن في الحكم الشرعي.
په ډیروالي باندې غره کیدل ندي پکار، ځکه چې ډیروالی د یو شي د هغه په حلالوالي او پاکوالي دلالت نه کوي، بلکه دلیل پټ وي په شرعي حکم کې. info

• من أدب المُسْتفتي: تقييد السؤال بحدود معينة، فلا يسوغ السؤال عما لا حاجة للمرء ولا غرض له فيه.
د پوښتنه کوونکي د ادب نه دا دی چې: سوال یي محدود وي، نو نه دی جایز سوال د هغه څه چې د چا ورته ضرورت نه وي او نه يي پکې څه غرض وي. info

• ذم مسالك المشركين فيما اخترعوه وزعموه من محرمات الأنعام ك: البَحِيرة، والسائبة، والوصِيلة، والحامي.
د مشرکانو د طریقو بدي بیانول؛ په هغه څه کې چې هغوی د ځان نه جوړ کړي او ګمان یې کړی چې دا حرام دي لکه: بحیرة، سائبة، وصیلة او حامي. info