Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
31 : 4

اِنْ تَجْتَنِبُوْا كَبَآىِٕرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُّدْخَلًا كَرِیْمًا ۟

که ځان لرې وساتئ تاسو -ای مومنانو- د غټو ګناهونو له کولو څخه لکه د الله تعالی سره شرک کول، او د مور او پلار نافرماني کول، او بې ګناه نفس وژل، او د سود خوړل؛ نو مونږ به تیر شو د هغو وړو ګناهونو څخه چې تاسو يې کوئ چې هغه به درنه ورژوو او ختم به يې کړو، او داخل به کړو تاسو د عزت والا ځای ته په نز د الله تعالی، او هغه ځای جنت دی. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• سعة رحمة الله بعباده؛ فهو سبحانه يحب التوبة منهم، والتخفيف عنهم، وأما أهل الشهوات فإنما يريدون بهم ضلالًا عن الهدى.
د الله تعالی پراخه رحمت او مهربانې په خپلو بندګانو باندې؛ پس هغه پاک ذات خوښوي توبه ایستل د هغوی څخه، او خوښوي سپکوالی د هغوئ نه، او هر چې د شهوتونو والا دي نو هغوئ غواړې چې ګمراه کړي خلک د سمې لارې څخه. info

• حفظت الشريعة حقوق الناس؛ فحرمت الاعتداء على الأنفس والأموال والأعراض، ورتبت أعظم العقوبة على ذلك.
شریعت د خلکو د حقوقو حفاظت کړی دی؛ نو حرام کړی يې دی تیری کول په نفسونو او په مالونو او په عرضونو باندې، او په دې تیرې کولو یې سخته سزا مقرر کړی ده. info

• الابتعاد عن كبائر الذنوب سبب لدخول الجنة ومغفرة للصغائر.
د غټو ګناهونو څخه ځان لری ساتل جنت ته د ننوتلو او د وړو ګناهونو د بخلو سبب دی. info

• الرضا بما قسم الله، وترك التطلع لما في يد الناس؛ يُجنِّب المرء الحسد والسخط على قدر الله تعالى.
د الله تعالی په تقسیم او ویش باندې رضایت او خوښې، او پریښودل د څارلو د هغه څه چې د خلکو سره دي؛ انسان د حسد او د الله تعالی په تقدیر باندې د خفګان کولو څخه ژغوري. info