Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
71 : 39

وَسِیْقَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی جَهَنَّمَ زُمَرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْهَا فُتِحَتْ اَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَتْلُوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِ رَبِّكُمْ وَیُنْذِرُوْنَكُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَلٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟

او پرېښتې به پر الله کفرکوونکي خلک ډلې ډلې خوار، جهنم خواته روان کړي، تر دې چې دوزخ ته ورسيږي، پر دوزخ ګومارل شوې پرېښتې به د هغوی لپاره د دوزخ دروازې پرانيزي، هرکلی به يې کوي د توبيخ په ډول به ورته وايي: آيا ستاسو له جنسه رسولان نه وو درغلي چې پر هغوی د پالونکي نازل شوي آيتونه يې درباندې لوستلي وای او تاسو يې د قيامت د ورځې له مخامخ کېدو وېرولي وای، چې په هغو کې څومره سخت عذاب دی؟! هغه کسان چې کفر يې کړی پرځانونو د اقرار کوونکو په ډول به ووايي: ولې نه، دا هرڅه شوي، خو پرکافرانو د عذاب کلمه واجبه شوې او موږ کافران وو. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• ثبوت نفختي الصور.
په شپيلۍ کې د دوه ځلې پوکي ثبوت. info

• بيان الإهانة التي يتلقاها الكفار، والإكرام الذي يُسْتَقبل به المؤمنون.
د کافرانو له سپکاوي سره د مخامخ کېدو بيان، او د مؤمنانو د داسې درناوي بيان چې هرکلی به يې پرې کيږي. info

• ثبوت خلود الكفار في الجحيم، وخلود المؤمنين في النعيم.
د کافرانو په دوزخ کې او مؤمنانو په نعمتونو کې د تل پاتې کېدو ثبوت. info

• طيب العمل يورث طيب الجزاء.
ښه عمل، ښه بدله لري. info