Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
3 : 39

اَلَا لِلّٰهِ الدِّیْنُ الْخَالِصُ ؕ— وَالَّذِیْنَ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ۘ— مَا نَعْبُدُهُمْ اِلَّا لِیُقَرِّبُوْنَاۤ اِلَی اللّٰهِ زُلْفٰی ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ فِیْ مَا هُمْ فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ؕ۬— اِنَّ اللّٰهَ لَا یَهْدِیْ مَنْ هُوَ كٰذِبٌ كَفَّارٌ ۟

خبر اوسئ چې الله لره له شرک څخه تش دین دی، او کومو خلکو چې له الله پرته بوتان او باطل معبودان په دوستۍ نیولي له الله پرته یې په دې بهانه بندګي کوي چې: مونږ د دوی عبادت نه کوو مګر دې لپاره چې الله ته مو مرتبه کې ورنږدې کړي، او زمونږ اړتیاوې ورته پورته کړې، او د هغه په وړاندې زمونږ سفارش وکړي، بېشکه الله د مومنو موحدینو او کافرو مشرکانو تر منځ د قیامت په ورځ فیصله کوي، د هغه توحید په اړه چې دوی پکې اختلاف کولو، بېشکه الله حق ته نه رسوي هغه څوک چې په الله درواغ وایې چې هغه ته شریک منسوبوي، د الله په نعمتونو ډېر نا شکره وي. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• الداعي إلى الله يحتسب الأجر من عنده، لا يريد من الناس أجرًا على ما يدعوهم إليه من الحق.
الله ته بلنه ورکوونکی د هغه څخه د اجر هیله لري، د خلکو څخه په هغه حق چې دوی ته یې بلنه ورکوي کوم اجر نه غواړي. info

• التكلّف ليس من الدِّين.
په دیني چارو کې ځان په تکلیف کې غورځول له دین څخه نه دي. info

• التوسل إلى الله يكون بأسمائه وصفاته وبالإيمان وبالعمل الصالح لا غير.
الله ته وسیله نیول د هغه په نومونو او صفتونو او په ایمان او نېک عمل سره کېږي نه په بل څه. info