Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
16 : 39

لَهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ مِّنَ النَّارِ وَمِنْ تَحْتِهِمْ ظُلَلٌ ؕ— ذٰلِكَ یُخَوِّفُ اللّٰهُ بِهٖ عِبَادَهٗ ؕ— یٰعِبَادِ فَاتَّقُوْنِ ۟

دوی لره له پورته خوا لوګی، لمبې او ګرمي ده، او له ښکته خوا هم لوګی، لمبې او ګرمي ده، دې یاد شوي عذاب باندې الله خپل بندګان ډاروي، ای زما بندګانو! له ما څخه زما د اوامرو په ترسره کولو او د نواهیو څخه په ځان ساتلو باندې ووېرېږئ. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• إخلاص العبادة لله شرط في قبولها.
په عبادت کې اخلاص کول د هغې د قبلېدو شرط دی. info

• المعاصي من أسباب عذاب الله وغضبه.
ګناهونه د الله د عذاب او غضب له لاملونو څخه دي. info

• هداية التوفيق إلى الإيمان بيد الله، وليست بيد الرسول صلى الله عليه وسلم.
ایمان ته د لارښوونې وس د الله په لاس کې دی، او د رسول صلی الله علیه وسلم په لاس کې نه دي. info