Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
41 : 28

وَجَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّدْعُوْنَ اِلَی النَّارِ ۚ— وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ لَا یُنْصَرُوْنَ ۟

او هغوی مو د سرکښانو او لارورکو لپاره مشران وګرځول، چې د اور خواته د کفر او لار ورکۍ په خپرولو بلنه کوي، او د قيامت په ورځ به يې له سزا څخه په ژغورلو مرسته نه کيږي، بلکې هغوی لره به سزا څو برابره ورکول کيږي ځکه چې د بدې لارې بنسټ يې اېښی دی، او هغې ته يې په لار ورکۍ بلنه کړې ده، هغوی ته به يې د خپل عمل ګناه ليکل کيږي او همدارنګه د هغو کسانو د عمل ګناه چې د هغوی د پيروۍ له امله يې هغه ګناه ترسره کړې ده. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• رَدُّ الحق بالشبه الواهية شأن أهل الطغيان.
د کمزورې شبهو له امله د حق ردول د سرکښو خلکو عادت دی. info

• التكبر مانع من اتباع الحق.
لویې منع کوونکی دی د حق د پیروۍ څخه. info

• سوء نهاية المتكبرين من سنن رب العالمين.
لويي کوونکي له بدې پايلې سره مخ کول د الله کړنلاره ده. info

• للباطل أئمته ودعاته وصوره ومظاهره.
د باطل لپاره بېلابېل مښکښان، بلونکي، صورتونه او شکلونه وي. info