Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
4 : 28

اِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِی الْاَرْضِ وَجَعَلَ اَهْلَهَا شِیَعًا یَّسْتَضْعِفُ طَآىِٕفَةً مِّنْهُمْ یُذَبِّحُ اَبْنَآءَهُمْ وَیَسْتَحْیٖ نِسَآءَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

بېشکه فرعون د مصر په ځمکه کې سرغړونه وکړه، په هغې کې يې واک ترلاسه کړ، د هغې خلک يې په بېلو بېلو ډلو ووېشل، له هغوی به يې يوه ډله ترلاسه لاندې کړې وه چې هغوی بني اسرائيل وو، چې نارينه اولادونه به يې ور وژل او ښځينه به يې د خدمت لپاره ژوندۍ پرېښودلې ترڅو ښه خوار شي، بېشکه هغه په ظلم کولو، سرکښۍ او لويۍ کولو په ځمکه کې له ورانکارو څخه و. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• الإيمان والعمل الصالح سببا النجاة من الفزع يوم القيامة.
ايمان او نيک عمل د قيامت په ورځ له وېرې څخه د خلاصون دوه لاملونه دي. info

• الكفر والعصيان سبب في دخول النار.
کفر او سرغړونه په اور کې د ننوتلو لامل دی. info

• تحريم القتل والظلم والصيد في الحرم.
په حرم کې د وژلو، ظلم او ښکار کولو حراموالی. info

• النصر والتمكين عاقبة المؤمنين.
مرسته او واک ترلاسه کول د مؤمنانو پايله ده. info