Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

Numero di pagina:close

external-link copy
32 : 15

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟

الله تعالی ابلیس ته وویل وروسته د انکار کولو د هغه ادم -علیه السلام- ته د سجدې کولو نه: څه شي ته مجبوره کړي او بند یې کړي د دې نه چې سجده وکړې د هغو ملاېکو سره چې هغوی زما د حکم د منلو په خاطر سجده وکړه؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 15

قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟

وویل ابلیس په داسې حال کې چې لویي کوونکی و: نه ښایې ما لره چې زه دې سجده وکړم یو بنده ته چې تا جوړ کړی د خټې لمدې نه چې دا خټه توره وه او بوی ئې هم بدل شوی و د زوړ والی د وجې نه. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 15

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙ

الله تعالی ابلیس ته وویل: ووځه د دې جنت څخه یقینا ته رټل شوی یې (شړل شوی یې د الله تعالی د رحمت نه). info
التفاسير:

external-link copy
35 : 15

وَّاِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

او بیشکه په تا باندې به لعنت او شړل زما د رحمت څخه وي د قیامت د ورځې پورې. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 15

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

ابلیس وویل: ای زما ربه! ما ته مهلت راکړه او ما مه وژنه تر ورځې د دوباره راژوندې کیدلو د خلکو.د قبرونو نه. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 15

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

الله تعالی ابلیس ته وویل: بیشکه ته د مهلت ورکړی شویو نه ئې هغوی چې د مرګ نیټه ئې وروسته کړی شوې. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 15

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

تر هغه وقت پورې چې ټول خلک به پکې د اولې شپیلۍ په وخت مړه کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 15

قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَلَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

ابلیس وویل: ای زما ربه! پدې وجه چې تا زه ګمراه کړی یم خامخا زه به دوی ته په ځمکه کې ګناهونه ښایسته کوم، او خامخا ټول به د سمې لارې نه ګمراه کوم. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 15

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

مګر هغوی چې تا خاص کړي د خپلو بندګانو نه ستا د بندګۍ لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 15

قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ ۟

الله تعالی وفرمایل: دا برابره لاره ده رارسیدونکی ده ما ته. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 15

اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟

بیشکه زما خاص بندګان چې دي نشته تا لره څه وسع او نه تسلط د دوی په بې لارې کولو کې مګر هغوی چې ستا تابعداري وکړي دګمراهانو نه. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 15

وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

او بیشکه جهنم ځای د وعدې دی د ابلیس او د ټولو هغو چا چې د دې تابعداري یې کړي د ګمراهانو نه. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 15

لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ— لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ ۟۠

د جهنم لپاره اووه دروازې دي چې په دې باندې به ورننوځي، د هرې یوې دروازې لپاره د دې دروازو نه د ابلیس تابعداران دي په معلومه اندازه چې په دې دروازه به ننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 15

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ؕ

بیشکه هغه کسان چې ویریږي د خپل رب نه په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه د منهیاتو نه په جنتونو او چینو کې به وي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 15

اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ ۟

دوی ته به د جنتونو د ننوتلو په وخت کې ویلی شي: ننوځئ په سلامتیا سره د هر قسم افتونو نه، او په امن کې د هر قسم ویرې نه. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 15

وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

او لری کړل مونږ هغه چې د دوی په زړونو کې وو د کینې او دښمنۍ نه، وروڼه وروڼه مینه کوونکی چې ناست به وي تختونو باندې یو بل ته به ګوري. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 15

لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ ۟

نه به رسیږي دوی ته په دې کې څه ستړی والی، او نه به وي دوی د دې نه ویستونکي، بلکې په دې کې به همیشه وي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 15

نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

خبر ورکړه -ای پیغمبره- زما بندګانو ته چې بیشکه زه چې یم نو خاص زه بخښنه کوونکی یم هغه چا ته چې توبه وباسي د دوی نه، رحم کوونکی یم په هغه باندې. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 15

وَاَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ ۟

او خبر ورکړه دوی ته چې بیشکه عذاب زما چې دي دردناک دی، نو ما ته دې رجوع وکړي د دې لپاره چې زما بخښنه حاصله کړي، او زما د عذاب څخه په امان کې شي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 15

وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

او خبر ورکړه دوی ته په باره د میلمنو د ابراهیم -علیه السلام- د ملاېکو نه هغوی چې د بچې زیری يې ورته راوړی و، او د لوط -علیه السلام- د قوم د هلاکت خبر یې راوړی و. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• في الآيات دليل على تزاور المتقين واجتماعهم وحسن أدبهم فيما بينهم، في كون كل منهم مقابلًا للآخر لا مستدبرًا له.
په دې ایتونو کې دلیل دی په ملاقات د پرهیزګارانو د یو بل سره او د هغوی راټولیدل او ښایسته ادب په خپل منځ کې، په داسې حال کې چې هر یو به د دوی نه یو بل ته مخامخ وي شا به یې ورته نه وي ګرځولي. info

• ينبغي للعبد أن يكون قلبه دائمًا بين الخوف والرجاء، والرغبة والرهبة.
بنده لره پکار ده چې د هغه زړه همیشه د ویرې او امید، او مینې کولو او ویرې کولو ترمنځ وي. info

• سجد الملائكة لآدم كلهم أجمعون سجود تحية وتكريم إلا إبليس رفض وأبى.
ټولو ملاېکو ادم -علیه السلام- ته د سلام او عزت سجده وکړه لیکن ابلیس چې و هغه انکار وکړ. info

• لا سلطان لإبليس على الذين هداهم الله واجتباهم واصطفاهم في أن يلقيهم في ذنب يمنعهم عفو الله.
شیطان لره غلبه نشته په هغو کسانو چې الله تعالی ورته هدایت کړی او غوره کړي یې دي په اچولو په داسې ګناهونو کې چې دوی د الله تعالی دعفوې څخه محروموي. info