क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - अनुवाद अग्रदूत केंद्र

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
89 : 27

مَنْ جَآءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ خَیْرٌ مِّنْهَا ۚ— وَهُمْ مِّنْ فَزَعٍ یَّوْمَىِٕذٍ اٰمِنُوْنَ ۟

څوك چې له نيكۍ سره راشي نو هغه ته به لا ترې ښه بدله وركړى شي او هغوى به د هغې ورځې له هيبته بې غمه وي. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 27

وَمَنْ جَآءَ بِالسَّیِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ ؕ— هَلْ تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

او څوك چې له بدۍ سره راشي نو مخونه به يې په اور كې نسكور كړى شي، څه چې تاسي كول له هغو پرته خو به نوره سزا نه دركول كيږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
91 : 27

اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ رَبَّ هٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِیْ حَرَّمَهَا وَلَهٗ كُلُّ شَیْءٍ ؗ— وَّاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۙ

ماته خو یوازې دا امر شوى چې د دې ښارګوټي د رب بندګي وکړم، كوم یې چې حرام ګرځولى او هر څه د هغه دي او ماته امر شوى چې مسلمان و اوسم. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 27

وَاَنْ اَتْلُوَا الْقُرْاٰنَ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟

او دا چې قرآن تلاوت كړم، نو څوك چې په سمه لار برابر شو، هغه د ځان لپاره سمه لار مومي او څوك چې بې لارې شو نو ورته ووايه چې زه خو ايله بیروونکی يم. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 27

وَقُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ سَیُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ فَتَعْرِفُوْنَهَا ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟۠

او ووايه چې ستاينه الله لره ده، زر به خپلې نښانې در وښايي بيا به يې وپېژنئ، او ستا رب له هغو كارو ناخبره نه دى چې تاسو يې كوئ. info
التفاسير: