क़ुरआन के अर्थों का अनुवाद - पश्तो अनुवाद - अनुवाद अग्रदूत केंद्र

पृष्ठ संख्या:close

external-link copy
23 : 27

اِنِّیْ وَجَدْتُّ امْرَاَةً تَمْلِكُهُمْ وَاُوْتِیَتْ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ وَّلَهَا عَرْشٌ عَظِیْمٌ ۟

ما يوه ښځه وموندله چې د هغوى پاچايي يې کوله، هغې ته هر څه وركړل شوي وو او د هغې لوى تخت دى. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 27

وَجَدْتُّهَا وَقَوْمَهَا یَسْجُدُوْنَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ فَهُمْ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟ۙ

ما هغه او د هغې قوم داسې وموندل چې له الله پرته لمر ته يې سجده كوله او شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړي وو نو له سمې لارې يې ايسار كړي وو، اوس هغوى لار نه مومي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 27

اَلَّا یَسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَیَعْلَمُ مَا تُخْفُوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟

دا چې هغه الله ته سجده ونه كړي كوم چې د آسمانونو او ځمكې پټ شيان راڅرګندوي او په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې پټوئ او (يا يې) ښكاره كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 27

اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟

الله، هغه چې له هغه پرته بل معبود نشته، د لوى عرش رب دی. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 27

قَالَ سَنَنْظُرُ اَصَدَقْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟

سليمان وويل: اوس به موږ وګورو چې رېښتيا دې ويلي دي كه له درواغجنو يې. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 27

اِذْهَبْ بِّكِتٰبِیْ هٰذَا فَاَلْقِهْ اِلَیْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَاذَا یَرْجِعُوْنَ ۟

زما دا ليك وېسه، هغوى ته يې وروغورځوه، بيا ترې شاته شه، ګوره چې هغوى څه (ځواب را) ګرځوي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 27

قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اِنِّیْۤ اُلْقِیَ اِلَیَّ كِتٰبٌ كَرِیْمٌ ۟

هغې وويل: اى سردارانو! ماته يو عزتمن ليك راغورځول شوى. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 27

اِنَّهٗ مِنْ سُلَیْمٰنَ وَاِنَّهٗ بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

هغه د سليمان لخوا او د ډېر مهربان بخښونكي الله په نوم دى. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 27

اَلَّا تَعْلُوْا عَلَیَّ وَاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟۠

چې پر ما لويي مه كوئ او مسلمان شوي راته راشئ. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 27

قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَفْتُوْنِیْ فِیْۤ اَمْرِیْ ۚ— مَا كُنْتُ قَاطِعَةً اَمْرًا حَتّٰی تَشْهَدُوْنِ ۟

ملكې وويل: اى سردارانو! زما په دې كار كې مشوره راكړئ زه تر هغه د يو كار پرېکړه كوونكې نه يم څو چې تاسو نه ياست حاضر شوي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 27

قَالُوْا نَحْنُ اُولُوْا قُوَّةٍ وَّاُولُوْا بَاْسٍ شَدِیْدٍ ۙ۬— وَّالْاَمْرُ اِلَیْكِ فَانْظُرِیْ مَاذَا تَاْمُرِیْنَ ۟

هغوى وويل: موږ خو د ځواك څښتنان او د سخت جنـګ والا خلك يو او نور ستا كار دى نو ګوره چې (موږ ته) څه امر كوې؟ info
التفاسير:

external-link copy
34 : 27

قَالَتْ اِنَّ الْمُلُوْكَ اِذَا دَخَلُوْا قَرْیَةً اَفْسَدُوْهَا وَجَعَلُوْۤا اَعِزَّةَ اَهْلِهَاۤ اَذِلَّةً ۚ— وَكَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟

هغې وويل: شك نشته چې كله پاچايان يوه كلي ته ننوځې نو ورانوي يې او عزتمن خلك يې خواروي او دغسې دوی کوي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 27

وَاِنِّیْ مُرْسِلَةٌ اِلَیْهِمْ بِهَدِیَّةٍ فَنٰظِرَةٌ بِمَ یَرْجِعُ الْمُرْسَلُوْنَ ۟

او زه هغوى ته يوه ډالۍ ورلېږم، بيا به ګورم چې هغه استازي له څه ځواب سره راګرځي. info
التفاسير: