કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - અબુ ઝકરિય્યા

પેજ નંબર:close

external-link copy
73 : 21

وَجَعَلْنٰهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا وَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِمْ فِعْلَ الْخَیْرٰتِ وَاِقَامَ الصَّلٰوةِ وَاِیْتَآءَ الزَّكٰوةِ ۚ— وَكَانُوْا لَنَا عٰبِدِیْنَ ۟ۙ

21-73 او مونږه هغوى داسې امامان ګرځولي وو چې زمونږ په حكم سره به يې لار ښوونه كوله او مونږ دوى ته د نېكۍ كولو او د لمونځ قايمولو او د زكات وركولو وحي كړې وه او دوى خاص زمونږ عبادت كوونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
74 : 21

وَلُوْطًا اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا وَّنَجَّیْنٰهُ مِنَ الْقَرْیَةِ الَّتِیْ كَانَتْ تَّعْمَلُ الْخَبٰٓىِٕثَ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فٰسِقِیْنَ ۟ۙ

21-74 او لوط ته، مونږ هغه ته د فیصلې كولو قوت او پوهه وركړې وه او مونږ هغه ته له هغه كلي نه نجات وركړى و چې ناپاكه خبیث عملونه يې كول، بېشكه هغوى د بدۍ خلق (او) نافرمانه وو info
التفاسير:

external-link copy
75 : 21

وَاَدْخَلْنٰهُ فِیْ رَحْمَتِنَا ؕ— اِنَّهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟۠

21-75 او مونږ هغه (لوط) په خپل رحمت كې داخل كړ، یقینًا هغه له نېكانو څخه دى info
التفاسير:

external-link copy
76 : 21

وَنُوْحًا اِذْ نَادٰی مِنْ قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهٗ فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

21-76 او (یاد كړه) نوح، كله چې هغه له دې نه مخكې اواز وكړ، نو مونږ د هغه سوال قبول كړ، نو مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ info
التفاسير:

external-link copy
77 : 21

وَنَصَرْنٰهُ مِنَ الْقَوْمِ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمَ سَوْءٍ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟

21-77 او مونږ د ده لپاره له هغه قوم نه انتقام واخيست چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى و، بېشكه هغوى بد خلق وو، نو مونږ دوى ټول غرق كړل info
التفاسير:

external-link copy
78 : 21

وَدَاوٗدَ وَسُلَیْمٰنَ اِذْ یَحْكُمٰنِ فِی الْحَرْثِ اِذْ نَفَشَتْ فِیْهِ غَنَمُ الْقَوْمِ ۚ— وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شٰهِدِیْنَ ۟ۙ

21-78 او (یاد كړه) داود او سلیمان، كله چې هغوى د فصل په باره كې فیصله كوله، كله چې په هغه كې د شپې د خلقو بې شپانه ګډې بيزې څرېدلې وې او مونږ له هغوى فيصلې ته كتونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
79 : 21

فَفَهَّمْنٰهَا سُلَیْمٰنَ ۚ— وَكُلًّا اٰتَیْنَا حُكْمًا وَّعِلْمًا ؗ— وَّسَخَّرْنَا مَعَ دَاوٗدَ الْجِبَالَ یُسَبِّحْنَ وَالطَّیْرَ ؕ— وَكُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟

21-79 نو مونږه سليمان ته هغه (فیصله) وښودله او مونږ (دوى) هر یو ته حكم او علم وركړى و، او مونږ د داود سره غرونه تابع كړي وو چې تسبیح به يې ویله او مرغان (هم) او مونږ (د داسې كارونو) كوونكي وو info
التفاسير:

external-link copy
80 : 21

وَعَلَّمْنٰهُ صَنْعَةَ لَبُوْسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِّنْ بَاْسِكُمْ ۚ— فَهَلْ اَنْتُمْ شٰكِرُوْنَ ۟

21-80 او مونږ هغه ته تاسو لپاره د زغرې جوړول وښودل، د دې لپاره چې هغه (زغره) ستاسو د (دښمنانو له) جنګ نه ستاسو حفاظت وكړي، نو ایا تاسو شكر كوونكي يئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
81 : 21

وَلِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ عَاصِفَةً تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖۤ اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا ؕ— وَكُنَّا بِكُلِّ شَیْءٍ عٰلِمِیْنَ ۟

21-81 او (مونږ) د سلیمان لپاره هوا (تابع كړې ده)، چې ډېره تېزه وه، د هغه په حكم سره به هغې ځمكې (سيمې) ته روانېده چې مونږ په هغې كې بركت اچولى دى او مونږ له ازله په هر شي باندې پوه یو info
التفاسير: