કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - અબુ ઝકરિય્યા

પેજ નંબર:close

external-link copy
11 : 21

وَكَمْ قَصَمْنَا مِنْ قَرْیَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَّاَنْشَاْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟

21-11 او څومره ډېر كلي چې ظالم وو، مونږ مات (او ټوټې) كړي دي او له هغو نه پس مو نور خلق پیدا كړل info
التفاسير:

external-link copy
12 : 21

فَلَمَّاۤ اَحَسُّوْا بَاْسَنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَرْكُضُوْنَ ۟ؕ

21-12 نو كله چې به يې زمونږ عذاب محسوس كړ، ناڅاپه به هغوى له دغو (كلیو) نه (په ډېره بيړه) تښتېدل info
التفاسير:

external-link copy
13 : 21

لَا تَرْكُضُوْا وَارْجِعُوْۤا اِلٰی مَاۤ اُتْرِفْتُمْ فِیْهِ وَمَسٰكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْـَٔلُوْنَ ۟

21-13 تاسو مه تښتئ، او واپس لاړ شئ هغو (نعمتونو) ته چې تاسو ته په هغو كې خوشحالي دركړى شوې وه او خپلو كورونو ته، د دې لپاره چې له تاسو نه پوښتنه وكړى شي info
التفاسير:

external-link copy
14 : 21

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

21-14 دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! بېشكه همدا مونږ ظالمان وو info
التفاسير:

external-link copy
15 : 21

فَمَا زَالَتْ تِّلْكَ دَعْوٰىهُمْ حَتّٰی جَعَلْنٰهُمْ حَصِیْدًا خٰمِدِیْنَ ۟

21-15 نو تل به د دوى دغه چغه وه تر دې چې مونږ به دوى وګرځول رېبل شوي، مړه یخ پراته info
التفاسير:

external-link copy
16 : 21

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟

21-16 او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي (داسې) نه دي پیدا كړي، چې لوبې كوونكي یو info
التفاسير:

external-link copy
17 : 21

لَوْ اَرَدْنَاۤ اَنْ نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّاتَّخَذْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّاۤ ۖۗ— اِنْ كُنَّا فٰعِلِیْنَ ۟

21-17 كه مونږ اراده كړې وى چې څه لوبه تماشه جوړه كړو (نو) یقینًا هغه به مو له خپلې خوا نه جوړه كړې وى كه مونږ (دا كار) كوونكي وى info
التفاسير:

external-link copy
18 : 21

بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَی الْبَاطِلِ فَیَدْمَغُهٗ فَاِذَا هُوَ زَاهِقٌ ؕ— وَلَكُمُ الْوَیْلُ مِمَّا تَصِفُوْنَ ۟

21-18 بلكې مونږ په حق سره باطل وُلو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي، او تاسو ته د هغه څه په وجه هلاكت دى چې تاسو يې بیانوئ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 21

وَلَهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَمَنْ عِنْدَهٗ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَلَا یَسْتَحْسِرُوْنَ ۟ۚ

21-19 او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، او هغه څوك چې له هغه سره دي، هغوى د هغه له عبادت نه تكبر نه كوي او نه ستومانه كېږي info
التفاسير:

external-link copy
20 : 21

یُسَبِّحُوْنَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ لَا یَفْتُرُوْنَ ۟

21-20 هغوى شپه او روځ تسبیح وايي، نه څه وقفه كوي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 21

اَمِ اتَّخَذُوْۤا اٰلِهَةً مِّنَ الْاَرْضِ هُمْ یُنْشِرُوْنَ ۟

21-21 ایا دوى له ځمكې نه نور معبودان نیولي دي چې هغوى ژوندي كول كوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 21

لَوْ كَانَ فِیْهِمَاۤ اٰلِهَةٌ اِلَّا اللّٰهُ لَفَسَدَتَا ۚ— فَسُبْحٰنَ اللّٰهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟

21-22 كه چېرې په دغو (ځمكه او اسمان) كې له الله نه پرته نور معبودان وى (نو) دواړه به خامخا وران شوي وو، نو الله د عرش مالك، پاك دى له هغو خبرو چې دوى يې بیانوي info
التفاسير:

external-link copy
23 : 21

لَا یُسْـَٔلُ عَمَّا یَفْعَلُ وَهُمْ یُسْـَٔلُوْنَ ۟

21-23 له هغه نه پوښتنه نشي كېدى د هغه څه په باره كې چې هغه يې كوي او له دوى نه پوښتنه كېږي info
التفاسير:

external-link copy
24 : 21

اَمِ اتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اٰلِهَةً ؕ— قُلْ هَاتُوْا بُرْهَانَكُمْ ۚ— هٰذَا ذِكْرُ مَنْ مَّعِیَ وَذِكْرُ مَنْ قَبْلِیْ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۙ— الْحَقَّ فَهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

21-24 ایا دوى له هغه (الله) نه پرته نور معبودان نیولي دي، ته ووایه: تاسو خپل پوخ دلیل راوړئ، دا (وحي) د هغه چا نصیحت دى چې زما سره دي او د هغه چا نصیحت دى چې له ما نه مخكې تېر شوي دي، بلكې د دوى (كافر) اكثره خلق حق نه پېژني، نو دوى مخ ګروځونكي دي info
التفاسير: