કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
15 : 4

وَالّٰتِیْ یَاْتِیْنَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِّسَآىِٕكُمْ فَاسْتَشْهِدُوْا عَلَیْهِنَّ اَرْبَعَةً مِّنْكُمْ ۚ— فَاِنْ شَهِدُوْا فَاَمْسِكُوْهُنَّ فِی الْبُیُوْتِ حَتّٰی یَتَوَفّٰهُنَّ الْمَوْتُ اَوْ یَجْعَلَ اللّٰهُ لَهُنَّ سَبِیْلًا ۟

او هغه چې راتګ کوي بدکارۍ ته ستاسو له زنانه و څخه که واده شوي وي او که نه وي واده شوې، نو بس ګواهان ونیسئ په دوئ باندې څلور سړي مسلمانان عادلان، نو که هغوی ګواهي وکړه په دې زنانه و چې بدکاري يې کړې ده نو بس بندې وساتئ هغوی لره په کوټو کې؛ دا سزا ده د دوی لپاره، تر دې چې د مرګ په راتګ سره یې زندګي ختمه شي، او یا جوړه کړي الله تعالی دوی لره بله څه لاره غیر له بند نه. بیا الله تعالی د هغوی لپاره وروسته لاره بیان کړه، نو حکم یې کیښود د باکرې (ناواده شوې) بدکاره ښځې لپاره سل درې وهل او یو کال جلا وطني، او د واده شوي ښځي لپاره رجم (په کاڼو ویشتل). info
التفاسير:

external-link copy
16 : 4

وَالَّذٰنِ یَاْتِیٰنِهَا مِنْكُمْ فَاٰذُوْهُمَا ۚ— فَاِنْ تَابَا وَاَصْلَحَا فَاَعْرِضُوْا عَنْهُمَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا ۟

او هغه دوه کسان چې د زنا يا لواطت بدکاري وکړي له سړو څخه -که واده یې کړی وي او که نه یې وي کړی- نو سزا ورکړئ هغوي ته په ژبه او په لاس چې کوم یو شی دوی سپکوي او رټي يې، نو که چیرته دوی د خپل بدکار څخه واوښتل، او خپل اعمال يې برابر کړل؛ نو تاسو هغوی ته د بد رد څخه مخ واړوئ؛ ځکه چې د ګناه څخه توبه ویستونکی داسي وي لکه بیخي چې يې ګناه نه وي کړي، بیشکه الله تعالی ډیر توبه قبلوونکی دی په هغه چا باندې چې توبه وباسي د هغه له بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې. او په دې ډول سزا باندې بسنه کول اول د اسلام کې وو، بیا وروسته منسوخ شو په وهلو او جلاوطنۍ سره د غیر واده شوي او په رجم کولو (کاڼو ویشتلو) د واده شوي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 4

اِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَی اللّٰهِ لِلَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السُّوْٓءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ یَتُوْبُوْنَ مِنْ قَرِیْبٍ فَاُولٰٓىِٕكَ یَتُوْبُ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟

بیشکه قبلوي الله تعالی توبه د هغو کسانو چې اقدام یې کړی وي په کولو د ګناه او نافرمانۍ په ناپوهۍ سره په انجام د دې ګناه او په بدوالي د دې ګناه -او دا د هر ګناه کوونکي حال وي که قصدا يې کړی وي او که په خطا سره یې کړی وي- بیا راګرځي مایلیدونکي خپل رب ته مخکې د لیدلو د مرګ نه (مخکې د زنکدن نه)، نو الله تعالی قبلوي د دغو کسانو توبه، او د هغوی د ګناهونو څخه تیریږي، او الله تعالی د خپلو مخلوقاتو په احوالو ښه خبر دی، حکیم دی په خپل تقدیر او حکمونو کې. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 4

وَلَیْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِیْنَ یَعْمَلُوْنَ السَّیِّاٰتِ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا حَضَرَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ اِنِّیْ تُبْتُ الْـٰٔنَ وَلَا الَّذِیْنَ یَمُوْتُوْنَ وَهُمْ كُفَّارٌ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ اَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟

او الله د هغو کسانو توبه نه قبلوي چې پر ګناهونو ټينګار کوي او تر هغه توبه نه ترې وباسي ترڅو يې د مرګ سختۍ نه وي ليدلې، دغه مهال بيا له هغوی يو تن وايي: ما اوس له هغو ګناهونو توبه اېستلې چې کړي مې دي او همدارنګه الله د هغو کسانو توبه نه مني چې پر کفر د ټينګار کولو په حال کې مړه کيږي، همدوی پر ګناهونو ټينګار کوونکي سرغړوونکي دي او څوک چې د کفر په حالت کې مړه کيږي د هغوی لپاره مو دردوونکی عذاب چمتو کړی دی.
info
التفاسير:

external-link copy
19 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَحِلُّ لَكُمْ اَنْ تَرِثُوا النِّسَآءَ كَرْهًا ؕ— وَلَا تَعْضُلُوْهُنَّ لِتَذْهَبُوْا بِبَعْضِ مَاۤ اٰتَیْتُمُوْهُنَّ اِلَّاۤ اَنْ یَّاْتِیْنَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَیِّنَةٍ ۚ— وَعَاشِرُوْهُنَّ بِالْمَعْرُوْفِ ۚ— فَاِنْ كَرِهْتُمُوْهُنَّ فَعَسٰۤی اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْـًٔا وَّیَجْعَلَ اللّٰهُ فِیْهِ خَیْرًا كَثِیْرًا ۟

اې هغو کسانو چې پر الله مو ايمان راوړئ او د هغه د رسول پيروي مو کړې ده، ستاسو لپاره روا نه دي چې د پلرونو او خپلوانو مېرمنې مو په ميراث يوسئ لکه مال چې په ميراث وړل کيږي او له هغوی سره په واده کولو تصرف وکړئ او يا يې چې چاته وغواړئ په نکاح کړئ او يا يې له واده څخه منع کړئ، او نه ستاسو لپاره د زيان په موخه د خپلو هغو مېرمنو راګرځول روا دي چې تاسو يې نه خوښوئ، تر څو ستاسو لپاره له ځينې هغه مهر او نورو شيانو تېرې شي چې ورکړي مو دي، مګر دا چې څرګنده ناروا کار لکه زنا وکړي، که يې دغه کار وکړ، بيا ستاسو لپاره د هغوی را ګرځول او پر هغوی تر هغه وخته تنګسه راوستل روا دي، ترڅو يې هغه څه د فديې په ډول نه وي درکړي چې تاسو هغوی ته ورکړي وو، له خپلو مېرمنو سره د زيان له رسولو په لاس اخېستو او نېکۍ کولو سره ښه ملګرتيا وکړئ، که مو د کومې دنيوي چارې له امله له هغوی بد راځي، نو پر هغوی صبر وکړئ، کېدای شي الله په هغه څه کې د دنيا په ژوند او آخرت کې زياته ښېګڼه درته اېښې وي.
info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• ارتكاب فاحشة الزنى من أكثر المعاصي خطرًا على الفرد والمجتمع؛ ولهذا جاءت العقوبات عليها شديدة.
د زنا کول د ډیرو ګناهونو څخه زیات خطر دی په خلکو او ټولنه باندې؛ او د دې وجی نه یې سزا ډیره سخته راغلې. info

• لطف الله ورحمته بعباده حيث فتح باب التوبة لكل مذنب، ويسر له أسبابها، وأعانه على سلوك سبيلها.
د الله تعالی رحم او مهرباني په خپلو بندګانو دا ده چې د هر ګناهګار لپاره یې د توبې دروازه پرانیستې ده، او د توبې اسباب یې ورته هم اسان کړي دي، او د توبې د لارې خپلولو باندې یې ورسره مرسته کړې ده. info

• كل من عصى الله تعالى بعمد أو بغير عمد فهو جاهل بقدر من عصاه جل وعلا، وجاهل بآثار المعاصي وشؤمها عليه.
هر هغه څوک چې د الله تعالی نافرماني کوی په قصد او یا بغیر د قصد نه نو هغه جاهل دی په اندازه د هغه چا چې دا یې نافرماني کوي چې عزت والا دی او اوچت ذات دي، او بی خبره دی دا ګناه کوونکې د ګناه په اثارو او د ګناه په بدوالی په هغه باندې. info

• من أسباب استمرار الحياة الزوجية أن يكون نظر الزوج متوازنًا، فلا يحصر نظره فيما يكره، بل ينظر أيضا إلى ما فيه من خير، وقد يجعل الله فيه خيرًا كثيرًا.
د کورنئ زندګي د همیشوالي د اسبابو نه دا دي چې د خاوند نظر برابر وي، نو بس ندي محصوروی خپل نظر په هغه څه کې چې بد یې ګڼي، بلکه هغه خیر ته دي هم ګوري چې په دې کې دی او یقینا الله تعالی په دې کې ډیر خیر ګرځولی دی. info