કુરઆન મજીદના શબ્દોનું ભાષાંતર - પશ્તો ભાષામાં અલ્ મુખતસર ફી તફસીરિલ્ કુરઆનીલ્ કરીમ કિતાબનું અનુવાદ

પેજ નંબર:close

external-link copy
92 : 4

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ اَنْ یَّقْتُلَ مُؤْمِنًا اِلَّا خَطَأً ۚ— وَمَنْ قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَأً فَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَّدِیَةٌ مُّسَلَّمَةٌ اِلٰۤی اَهْلِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ یَّصَّدَّقُوْا ؕ— فَاِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ؕ— وَاِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ بَیْنَكُمْ وَبَیْنَهُمْ مِّیْثَاقٌ فَدِیَةٌ مُّسَلَّمَةٌ اِلٰۤی اَهْلِهٖ وَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ ۚ— فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ شَهْرَیْنِ مُتَتَابِعَیْنِ ؗ— تَوْبَةً مِّنَ اللّٰهِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟

نه دي پکار مومن لره چې ووژني بل مومن مګر که د خطا په ډول ترې ووژل شي، او چا چې وواژه مومن د خطا په ډول نو په ده باندې لازم دي ازادول د یو څټ چې مريی وي، مومن وي کفاره د ده د کار نه، او لازمه ده د قاتل په خپلوانو باندې هغه چې د دې قاتل څخه میراث وړي د دیت ورکول، پوره پوره به یې د وژل شوي کس وارثانو ته ورکوي، مګر که بخښنه وکړي دا وارثان له دیت اخیستلو څخه نو بیا نه لازمیږی په دوی باندې دیت ورکول، او که چیرته دا وژل شوی کس د داسې یو قوم څخه وي چې هغه ستاسو سره جنګ کوونکی وي او مومن وي؛ نو بیا واجب دي په قاتل باندې ازادول د څټ د یو مومن مريي، او په ده باندې دیت نشته، او که چیرته وژل شوی کس مومن نه وي خو لکن د داسې یو قوم څخه وي چې ستاسو او د هغوی ترمنځ لوظ وي لکه د ذمیانو په شان، نو بیا لازم دی د قاتل په خپلوانو باندې هغه چې وارثان وي د دې قاتل دیت پوره پوره به يې ورکوي د وژل شوي کس وارثانو ته، او لازم دي په قاتل باندې ازادول د څټ د یو مريی چې مومن وي کفاره د خپل کار څخه، نو که چیرته دا قاتل بیانه مومي څوک چې ازاد یې کړي او یا د قیمت ورکولو وس نه لري، نو پس لازم دي په ده باندې دوه میاشتی پرلپسي روژه نیول پر لپسې چې په منځ کې به یې روژه نه ماتوي، د دې لپاره چې الله تعالی رجوع د رحمت وکړي په ده باندې په سبب د هغه کار چې ده کړی دی، او دی الله تعالی پوهه د خپلو بندګانو په عملونو او د هغوی په نیتونو، حکیم ذات دي په خپل شریعت او تدبیر کې. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 4

وَمَنْ یَّقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهٗ جَهَنَّمُ خَلِدًا فِیْهَا وَغَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِ وَلَعَنَهٗ وَاَعَدَّ لَهٗ عَذَابًا عَظِیْمًا ۟

او څوک چې پرته له حقه يو مؤمن په لوی لاس ووژني، نو د هغه سزا به د تل لپاره دوزخ ته ننوتل وي، که يې دا حلال وبلل او يا يې توبه ونه ويستله، او الله به پرې غصه وي، او له خپلې لورېينې به يې لېرې کړي او د دغې لويې ګناه ترسره کولو له امله به د هغه لپاره لوی عذاب چمتو کړي.
info
التفاسير:

external-link copy
94 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا ضَرَبْتُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَتَبَیَّنُوْا وَلَا تَقُوْلُوْا لِمَنْ اَلْقٰۤی اِلَیْكُمُ السَّلٰمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا ۚ— تَبْتَغُوْنَ عَرَضَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؗ— فَعِنْدَ اللّٰهِ مَغَانِمُ كَثِیْرَةٌ ؕ— كَذٰلِكَ كُنْتُمْ مِّنْ قَبْلُ فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ فَتَبَیَّنُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرًا ۟

ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی په الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداري مو کړې ده، کله چې ووځئ تاسې د الله تعالی په لاره کې د جهاد لپاره نو پوره تحقیق وکړئ د هغه چا د حال باره کې چې تاسو ورسره جهاد کوئ، او تاسو مه وایاست هغه چاته چې ښکاره کړي تاسو ته هغه څه چې د هغوی په اسلام دلالت کوي: چې ته مومن نه یې، بلکه تا دا اسلام په خپلې وینې او مال د ویرې له وجی نه ښکاره کړ، نو پس ووژنئ هغه لره غواړئ د ده په وژلو سره دنیا لږه لکه غنیمت چې خوښولای شي د ده څخه، نو پس د الله تعالی سره دي غنیمتونه ډیر، او هغه غوره دي او ډیر لوی دي د دې څخه، همدارنګه تاسو وئ مخکې په شان د دې کس چې د خپل قوم څخه ایمان پټوي، نو پس الله تعالی احسان وکړ په تاسو د اسلام نو ستاسو وینې یې بچ وساتلی نو تاسو هم پوره تحقیق کوئ، بیشکه الله تعالی چې دی نه پټیږي په هغه باندې څه شی ستاسو د عملونو څخه اګر که څومره باریک (پټ) وي، او خامخا به درله پرې بدله درکوي. info
التفاسير:
આયતોના ફાયદાઓ માંથી:
• جاء القرآن الكريم معظِّمًا حرمة نفس المؤمن، وناهيًا عن انتهاكها، ومرتبًا على ذلك أشد العقوبات.
قرآن کريم د مؤمن نفس د تعظيم او له بې عزتۍ څخه د منعې په پار راغلی او پر بې عزتۍ يې سخته سزا ټاکلې ده. info

• من عقيدة أهل السُّنَّة والجماعة أن المؤمن القاتل لا يُخلَّد أبدًا في النار، وإنما يُعذَّب فيها مدة طويلة ثم يخرج منها برحمة الله تعالى.
د اهل سنت و الجماعت د عقیدې څخه دا دي چې مومن قاتل په اور کې تل نه شې پاتې کیدلی، بلکه ډیره موده به پدې کې عذاب ورکول کیږي بیا به ترې د الله تعالی په رحمت راوځي. info

• وجوب التثبت والتبيُّن في الجهاد، وعدم الاستعجال في الحكم على الناس حتى لا يُعتدى على البريء.
په جهاد کې ځان ډاډمنول او پوره معلومات کول واجب دي، او په خلکو باندې په پریکړه کولو کې باید تلوار ونشي، هسې نه پر بې ګناه انسان تیری وشي. info