Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Abû Zakariyâ

نازعات

external-link copy
1 : 79

وَالنّٰزِعٰتِ غَرْقًا ۟ۙ

79-1 قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل info
التفاسير:

external-link copy
2 : 79

وَّالنّٰشِطٰتِ نَشْطًا ۟ۙ

79-2 او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل info
التفاسير:

external-link copy
3 : 79

وَّالسّٰبِحٰتِ سَبْحًا ۟ۙ

79-3 او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل info
التفاسير:

external-link copy
4 : 79

فَالسّٰبِقٰتِ سَبْقًا ۟ۙ

79-4 پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل info
التفاسير:

external-link copy
5 : 79

فَالْمُدَبِّرٰتِ اَمْرًا ۟ۘ

79-5 بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ) info
التفاسير:

external-link copy
6 : 79

یَوْمَ تَرْجُفُ الرَّاجِفَةُ ۟ۙ

79-6 په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 79

تَتْبَعُهَا الرَّادِفَةُ ۟ؕ

79-7 په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې info
التفاسير:

external-link copy
8 : 79

قُلُوْبٌ یَّوْمَىِٕذٍ وَّاجِفَةٌ ۟ۙ

79-8 (د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 79

اَبْصَارُهَا خَاشِعَةٌ ۟ۘ

79-9 د دغو سترګې به ښكته وي info
التفاسير:

external-link copy
10 : 79

یَقُوْلُوْنَ ءَاِنَّا لَمَرْدُوْدُوْنَ فِی الْحَافِرَةِ ۟ؕ

79-10 دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟) info
التفاسير:

external-link copy
11 : 79

ءَاِذَا كُنَّا عِظَامًا نَّخِرَةً ۟ؕ

79-11 ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو info
التفاسير:

external-link copy
12 : 79

قَالُوْا تِلْكَ اِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ ۟ۘ

79-12 دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي info
التفاسير:

external-link copy
13 : 79

فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ ۟ۙ

79-13 پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده info
التفاسير:

external-link copy
14 : 79

فَاِذَا هُمْ بِالسَّاهِرَةِ ۟ؕ

79-14 نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 79

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ مُوْسٰی ۟ۘ

79-15 ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده info
التفاسير:

external-link copy
16 : 79

اِذْ نَادٰىهُ رَبُّهٗ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًی ۟ۚ

79-16 كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ info
التفاسير: