Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

قیامه

external-link copy
1 : 75

لَاۤ اُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۟ۙ

لوړه په قیامت. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 75

وَلَاۤ اُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ۟

او لوړه په ملامتوونکي نفس. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 75

اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَلَّنْ نَّجْمَعَ عِظَامَهٗ ۟ؕ

ایا انسان ګمان کوي چې مونږ به یي هډوکي راټول نه کړو؟ info
التفاسير:

external-link copy
4 : 75

بَلٰى قٰدِرِیْنَ عَلٰۤی اَنْ نُّسَوِّیَ بَنَانَهٗ ۟

نه:بلکې مونږ پیاوړي یو چې ان د ګوتو بندونه يي هم برابر کړو. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 75

بَلْ یُرِیْدُ الْاِنْسَانُ لِیَفْجُرَ اَمَامَهٗ ۟ۚ

بلکې(کافر)انسان غواړي چې په راتلونکې زمانه کې بد کار وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 75

یَسْـَٔلُ اَیَّانَ یَوْمُ الْقِیٰمَةِ ۟ؕ

پوښتنه کوی چې د قیامت ورځ به کله وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 75

فَاِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ ۟ۙ

نو کله چې لیدنه خړه او تته شي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 75

وَخَسَفَ الْقَمَرُ ۟ۙ

سپوږمۍ توره شي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 75

وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ۟ۙ

او یو ځای کړای شي[۲] لمر او سپوږمۍ. info

[۲] ـ د رڼا په نشتوالي،له لویدیځ څخه په راختلو، دځمکې له مدار څخه د سپوږمۍ په وتلو او د لمر په ورداخلیدلو،یا نور څخه والله اعلم.

التفاسير:

external-link copy
10 : 75

یَقُوْلُ الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ اَیْنَ الْمَفَرُّ ۟ۚ

په همدې ورځ به انسان وايي د تیښتي ځای چیرې دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
11 : 75

كَلَّا لَا وَزَرَ ۟ؕ

نه.هیڅکله نشته د پناه ځای. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 75

اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمُسْتَقَرُّ ۟ؕ

یوازې ستا له رب سره تم ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 75

یُنَبَّؤُا الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ بِمَا قَدَّمَ وَاَخَّرَ ۟ؕ

پدې ورځ به انسان له هغو ټولو څخه خبر کړای شي چې مخکې یې لیږلي او یا یې وروسته پریښي دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 75

بَلِ الْاِنْسَانُ عَلٰی نَفْسِهٖ بَصِیْرَةٌ ۟ۙ

انسان د خپل ځان لیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 75

وَّلَوْ اَلْقٰى مَعَاذِیْرَهٗ ۟ؕ

(خامخا جزا ورکول کیږي)که څه هم خپلې انې بانې وړاندې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 75

لَا تُحَرِّكْ بِهٖ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهٖ ۟ؕ

ای محمده!په قران ژبه مه خوزه وه چې بیړه پرې وکړې. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 75

اِنَّ عَلَیْنَا جَمْعَهٗ وَقُرْاٰنَهٗ ۟ۚۖ

د هغه راټولول او پر تايي تلاوت کول پر مونږ دي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 75

فَاِذَا قَرَاْنٰهُ فَاتَّبِعْ قُرْاٰنَهٗ ۟ۚ

نو کله چې مونږ(د ملایکو په واسطه)پر تا تلاوت کړنو د لوستلو ئې پیروي وکړه[۳] info

[۳] ـ په غور يي واوره او بیا يي وروسته تلاوت کړه.

التفاسير:

external-link copy
19 : 75

ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا بَیَانَهٗ ۟ؕ

پر مونږ ده چې بیانوو به يي. info
التفاسير: