Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

مزمل

external-link copy
1 : 73

یٰۤاَیُّهَا الْمُزَّمِّلُ ۟ۙ

ای ځای نغښتونکیه info
التفاسير:

external-link copy
2 : 73

قُمِ الَّیْلَ اِلَّا قَلِیْلًا ۟ۙ

ګرده شپه پرته له لږ یې په عبادت تیره کړه. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 73

نِّصْفَهٗۤ اَوِ انْقُصْ مِنْهُ قَلِیْلًا ۟ۙ

نیمایې شپه عبادت وکړه یا له نیمايي څخه لږ کم. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 73

اَوْ زِدْ عَلَیْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْاٰنَ تَرْتِیْلًا ۟ؕ

یا له نیماني شپې څخه ډیر عبادت وکړه او قران خورا ښه واضح او کره لوله. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 73

اِنَّا سَنُلْقِیْ عَلَیْكَ قَوْلًا ثَقِیْلًا ۟

مونږ به ډير ژر ستا پراوږو درنه خبره در واچوو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 73

اِنَّ نَاشِئَةَ الَّیْلِ هِیَ اَشَدُّ وَطْاً وَّاَقْوَمُ قِیْلًا ۟ؕ

بې شکه د شپې پورته کیدل د نفس په واک کولو کې ډیر پیاوړی او د خبرې ښه سموونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 73

اِنَّ لَكَ فِی النَّهَارِ سَبْحًا طَوِیْلًا ۟ؕ

بې شکه چې د ورځې ستا مصروفیتونه ډیر اوږده وي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 73

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ وَتَبَتَّلْ اِلَیْهِ تَبْتِیْلًا ۟ؕ

د خپل رب نوم یاد کړه او له هر څه ورته ګوښه شه. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 73

رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِیْلًا ۟

د ختیځ او لویدیځ رب دی پرته له هغه بل معبود نشته.نو کار جوړوونکی یوازې هغه ونیسه. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 73

وَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْرًا جَمِیْلًا ۟

د کافرانو خبرې وزغمه او په غوره ډول ترې لرې والی خپل کړه. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 73

وَذَرْنِیْ وَالْمُكَذِّبِیْنَ اُولِی النَّعْمَةِ وَمَهِّلْهُمْ قَلِیْلًا ۟

ما او په نعمتونو کې ډوب درواغ ګڼونکي سره پریږده او لږ مهلت ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 73

اِنَّ لَدَیْنَاۤ اَنْكَالًا وَّجَحِیْمًا ۟ۙ

بې شکه له مونږ سره ځنځیرونه او لمبه وهونکی اور دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 73

وَّطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَّعَذَابًا اَلِیْمًا ۟۫

په ستوني کې نښتونکی خوراک او دردناک عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 73

یَوْمَ تَرْجُفُ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ وَكَانَتِ الْجِبَالُ كَثِیْبًا مَّهِیْلًا ۟

په هغه ورځ چې ځمکه او غرونه ولړزیږي او غرونه او خوزیدونکو ډیرو پشان وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 73

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلَیْكُمْ رَسُوْلًا ۙ۬— شَاهِدًا عَلَیْكُمْ كَمَاۤ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ رَسُوْلًا ۟ؕ

بیشکه مونږ تاسې ته رسول درلیږلی دی چې پر تاسې شاهد دی او همدا وړ مو فرعون ته رسول لیږلی ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 73

فَعَصٰی فِرْعَوْنُ الرَّسُوْلَ فَاَخَذْنٰهُ اَخْذًا وَّبِیْلًا ۟

فرعون له رسول څخه سرغړونه وکړه نو کلک او سخت مو ونیولو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 73

فَكَیْفَ تَتَّقُوْنَ اِنْ كَفَرْتُمْ یَوْمًا یَّجْعَلُ الْوِلْدَانَ شِیْبَا ۟

که تاسې کافران شوئ نو په هغه ورځ به څرنګه ځانونه ساتئ چې:ډار ئې کوچنیان بوډاګان کوي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 73

١لسَّمَآءُ مُنْفَطِرٌ بِهٖ ؕ— كَانَ وَعْدُهٗ مَفْعُوْلًا ۟

اسمان به وچوي د هغه وعده هرو مرو کیدونکې ده. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 73

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟۠

دا ایتونه پند دي نو چې د چا خوښه وي د خپل رب په لور دې لار ونیسي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 73

اِنَّ رَبَّكَ یَعْلَمُ اَنَّكَ تَقُوْمُ اَدْنٰی مِنْ  الَّیْلِ وَنِصْفَهٗ وَثُلُثَهٗ وَطَآىِٕفَةٌ مِّنَ الَّذِیْنَ مَعَكَ ؕ— وَاللّٰهُ یُقَدِّرُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ ؕ— عَلِمَ اَنْ لَّنْ تُحْصُوْهُ فَتَابَ عَلَیْكُمْ فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنَ الْقُرْاٰنِ ؕ— عَلِمَ اَنْ سَیَكُوْنُ مِنْكُمْ مَّرْضٰی ۙ— وَاٰخَرُوْنَ یَضْرِبُوْنَ فِی الْاَرْضِ یَبْتَغُوْنَ مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ ۙ— وَاٰخَرُوْنَ یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۖؗ— فَاقْرَءُوْا مَا تَیَسَّرَ مِنْهُ ۙ— وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ وَاَقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا ؕ— وَمَا تُقَدِّمُوْا لِاَنْفُسِكُمْ مِّنْ خَیْرٍ تَجِدُوْهُ عِنْدَ اللّٰهِ هُوَ خَیْرًا وَّاَعْظَمَ اَجْرًا ؕ— وَاسْتَغْفِرُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

بیشکه ستا رب پوه دی چې ته د شپې له دوه برخو څخه کم وخت ودریږي او نیمايي شپه ـ او دریمه برخه یي هم ودریږي.او ستا د ملګرو یوه ډله هم ستا په شان عبادت کوي.الله شپه او ورځ ښه اندازه کوي ـ الله پوه دی چې تاسې ګرده شپه نشئ ګڼلی(چې په عبادت یي تیره کړئ)نو په تاسې یې مهرباني وکړه نو د قران څومره چې درته اسان وي وئې لولئ.الله پوه دی چې تاسې کې به ناروغان وي او ځینې نور به مو سفر ته ووي.چې د الله فضل ولټوي.او ځیني نور به مو د الله په لار کې جنګ کوي.نو د قران هغه برخه چې درته اسانه وي ولولئ.لمونځونه ودروئ(زکاتونه ورکړئ.او الله پاک ته قرض حسنه ورکړئ او هغه څه چې د ځان لپاره يي وړاندې ولیږئ له الله سره به يي مینده کړئ دا ډیر غوره کار دی او اجر يي ډیر لوی دی.له الله نه بښنه وغواړئ.بیشکه چې الله بښونکی او مهربان دی. info
التفاسير: