Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

قلم

external-link copy
1 : 68

نٓ وَالْقَلَمِ وَمَا یَسْطُرُوْنَ ۟ۙ

ن .لوړه پر قلم او پر هغه څه چې يي لیکلي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 68

مَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُوْنٍ ۟ۚ

ته د خپل رب د پيرزونې له مخې لیونی نه يي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 68

وَاِنَّ لَكَ لَاَجْرًا غَیْرَ مَمْنُوْنٍ ۟ۚ

او تاته پای ته نه رسیدونکی اجر در کول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 68

وَاِنَّكَ لَعَلٰی خُلُقٍ عَظِیْمٍ ۟

او ته د ډیر لوی او اوچت خوی څښتن يي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 68

فَسَتُبْصِرُ وَیُبْصِرُوْنَ ۟ۙ

نو ډیر ژر به ته ووینې او هغوی به یي هم وویني. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 68

بِاَیِّىكُمُ الْمَفْتُوْنُ ۟

چې په تاسې کې څوک لیونی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 68

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۪— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟

بیشکه چې ستا رب ته ښه معلوم دي چې څوک د هغه له روغې لارې بې لارې شوی دی.او لار میندونکي هم ورته ښه معلوم دي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 68

فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟

نو د هغو خلکو مه منه چې د حق پیغام درواغ ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 68

وَدُّوْا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُوْنَ ۟

ډیر خوښوي چې ته د حق په پریښوولو کې نرمي وکړی نو هغوی به هم په دښمنۍ کې نرمي وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 68

وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ

نو ته باید د هر سپک قسم خور ونه منې. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 68

هَمَّازٍ مَّشَّآءٍ بِنَمِیْمٍ ۟ۙ

طعنې ورکوونکی،خبرووړونکی راوړونکی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 68

مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

د ښیګنو مخ نیوی کوونکی،تیری کوونکی او په ګناهونو کې ډوب. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 68

عُتُلٍّۢ بَعْدَ ذٰلِكَ زَنِیْمٍ ۟ۙ

بدخویه او ددې ټولو لپاسه حرامي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 68

اَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ؕ

که څه هم د ډیر مال او ځامو څښتن وي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 68

اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

کله چې زمونږ ایتونه پرې ولوستل شی نو وايي چې:دا د پخوانیو خلکو کیسې دي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 68

سَنَسِمُهٗ عَلَی الْخُرْطُوْمِ ۟

ډیر ژر به يي په خړتم داغ ولګوو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 68

اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ ۚ— اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

مونږ دا خلک ازمایو لکه چې:د باغ څښتنان مو ازمایلي وو.هغه وخت چې قسم یي وکړ چې د خپل باغ میوې او کښت به ګهیڅ څرک راټولوي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 68

وَلَا یَسْتَثْنُوْنَ ۟

او هیڅ به نه بیلوي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 68

فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟

دوی لاویده وو چې د الله له لورې یوه بلا راښکته شوه. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 68

فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِ ۟ۙ

او ټول داسې وګرځیدل لکه له بیخه ریبل شوي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 68

فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

نو چې یو بل ته یې ګهیځ څرک غږ وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 68

اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ ۟

که په رښتیا میوې راټولوئ نو باید سهار وختي باغ ته ولاړشئ. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 68

فَانْطَلَقُوْا وَهُمْ یَتَخَافَتُوْنَ ۟ۙ

ولاړل،او په ورو،ورو یي سره ویل. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 68

اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌ ۟ۙ

نو باید یو مسکین هم باغ ته راپرې نږدو. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 68

وَّغَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ ۟

او ګهیځ وخت له پاخه هوډ سره باغ ته ولاړل. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 68

فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ

خو چې باغ یي ولید نو ویي ویل:مونږ لکه چې لار ورکه کړې. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 68

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

(خوژر پوه شول چې نه)بلکې له باغ څخه بې برخې شوي یو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 68

قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُوْنَ ۟

مینځني یي وویل مادرته نه وو ویلي چې:تاسې ولې الله په پاکۍ سره نه یادوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 68

قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

نو بې له درنګه ټولو وویل:زمونږ رب ډیر پاک دی او په رښتیا چې مونږ تیری کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 68

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ ۟

یوه پر بل مخ راواړاو او یوه پر بل ملامتي اچوله. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 68

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ ۟

ټولو وویل:افسوی زمونږ پر حال مونږ پوره سرغړونه کړې وه. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 68

عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ ۟

زمونږ هیله ده چې زمونږ رب به له دې باغ څخه غوره باغ مونږ ته راکړي مونږ خپل رب ته مخ اړوونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 68

كَذٰلِكَ الْعَذَابُ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

په همدې شان عذاب وي او د اخرت عذاب ډير لوی دی خو که پوهیدای. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 68

اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

دا پخه خبره ده چې د پرهیزګارانو لپاره د رب په وړاندې له نعمتونو څخه ډک جنتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 68

اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ

ایا مونږ به امر منونکي د مجرمانو پشان وګڼو؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 68

مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

دا تاسې څه خبره کوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 68

اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ

او که داسې لیکنه لرئ چې(خپل برخه لیک)پکې لولئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
38 : 68

اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَ ۟ۚ

او یوازې هغه څه درته پکې ښکارې چې د ځانو لپاره یې غوره ګڼئ. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 68

اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۙ— اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

او که پر مونږ داسې تړون اړولی دی چې د قیامت تر ورځې به یوازې هغه څه در رسیږي چې تاسې یې پریکړه وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 68

سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌ ۟ۚۛ

لدوی څخه پوښتنه وکړه چې کوم یو یي ددې خبرو ضامن او ذمه وار دی. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 68

اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ ۛۚ— فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟

او که ځیني شریکان لري.که رښتیني وي نو هغه دې هم رامینځ ته کړي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 68

یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّیُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۙ

په کومه ورځ چې الله پاک خپله پونډۍ بربنډه او دوی سجدې ته وبلل شي نو توان به یي نه وي چې سجده وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 68

خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— وَقَدْ كَانُوْا یُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ وَهُمْ سٰلِمُوْنَ ۟

سترګې به یي ټیټي او سپکاوي به خوار کړي وي هو! هغه وخت چې دوی روغ رمټ وو سجدې ته بلل شوي وو. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 68

فَذَرْنِیْ وَمَنْ یُّكَذِّبُ بِهٰذَا الْحَدِیْثِ ؕ— سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

نو اوس ما او هغه سره پریږده چې دا خبرې درواغ ګڼي.زه به یې په داسې ډول ورو ورو ونیسم چې دوی به پرې پوه هم نشي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 68

وَاُمْلِیْ لَهُمْ ؕ— اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ ۟

مهلت ورکوم.زما پلان او پروګرام ډیر پوخ دی. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 68

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ۚ

د دین رسونې په بدل کې ترې داسې څه غواړې چې د هغوی اوګي یې نشي پورته کولی؟ info
التفاسير:

external-link copy
47 : 68

اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟

ایا له دوی سره داسې پټ معلومات شته چې دوې یې لیکي؟ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 68

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوْتِ ۘ— اِذْ نَادٰی وَهُوَ مَكْظُوْمٌ ۟ؕ

نو د خپل رب د پریکړې انتظار وکړه!او د کب د خاوند(یونس علیه السلام)پشان مه کیږه کله چي هغه د غمونو او ستونزو په مینځ کې غږ وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 68

لَوْلَاۤ اَنْ تَدٰرَكَهٗ نِعْمَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ لَنُبِذَ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ مَذْمُوْمٌ ۟

نو که د خپل رب پيرزوني ورته نه واې رسیدلې نو په یوه خالي دښته کې به رټل شوی غورځول شوی وای. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 68

فَاجْتَبٰىهُ رَبُّهٗ فَجَعَلَهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

خو الله پاک غوره،او له نیکانو څخه یي وګرځاوو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 68

وَاِنْ یَّكَادُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَیُزْلِقُوْنَكَ بِاَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَیَقُوْلُوْنَ اِنَّهٗ لَمَجْنُوْنٌ ۟ۘ

نژدې ده چې کافران تا په سترګو سترګو کې له خپل ځان څخه وښویوي او چې ستا راوړې پند واروي نو وايي چې محمد په رښتیا لیونی دی. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 68

وَمَا هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟۠

پداسي حال کې چې قران کریم د ګرد عالم لپاره پند او نصیحت دی. info
التفاسير: