Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

حشر

external-link copy
1 : 59

سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

د اسمانونو او ځمکې ټولو څيزونو یوازې د یو الله پاکي بیان کړې.الله پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 59

هُوَ الَّذِیْۤ اَخْرَجَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مِنْ دِیَارِهِمْ لِاَوَّلِ الْحَشْرِ ؔؕ— مَا ظَنَنْتُمْ اَنْ یَّخْرُجُوْا وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مَّا نِعَتُهُمْ حُصُوْنُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ فَاَتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوْا وَقَذَفَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الرُّعْبَ یُخْرِبُوْنَ بُیُوْتَهُمْ بِاَیْدِیْهِمْ وَاَیْدِی الْمُؤْمِنِیْنَ ۗ— فَاعْتَبِرُوْا یٰۤاُولِی الْاَبْصَارِ ۟

الله هغه ذات دی چې د اهل کتابو کافر خلک یې به لومړنۍ مرحله[۵]کې له خپلو کورونو څخه وایستل.مؤمنانو!تاسو ګمان نه کاو چې یهود به ووځي.او هغوی هم ګڼله چې کلکې کلاګانې به یي د الله له عذاب څخه وژغوري خو د الله عذاب پرې له داسې لورې راغی چې د هغوی خیال هم نه وو.په زړونو کې یې ډار ورواچاو.نو ځکه یې خپل کورونه په خپلو او د مؤمنانو په لاسونو ورانول.نو ای سترګه ورو!عبرت واخلئ. info

[۵] ـ داول الحشر ډیرې معنا وي شوي:لومړی ځل را ټولول چې له مدینې څخه ووتل دویم ځل یې د خیبر نه شام ته د حضرت عمر په زمانه کې دریم ځل به یې د قیامت په ورځ وي.

التفاسير:

external-link copy
3 : 59

وَلَوْلَاۤ اَنْ كَتَبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمُ الْجَلَآءَ لَعَذَّبَهُمْ فِی الدُّنْیَا ؕ— وَلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ ۟

که الله پاک یې جلا وطني په برخه کړې نه وای نو په دنیا کې به یې سخت عذاب ور کړی وای.او په بله دنیا کې د اور عذاب د هغوی دی. info
التفاسير: