[۱] ـ دا ایتونه د(خوله بنت ثعلبه)په هکله نازل شوي چې میړه یي د اوس بن صامت انصاري ورسره ظهار کړی و.
[۲] ـ ظهار دی ته وايې چې یو سړی د خپلې ښځې کوم خاص اندام د هغو ښځو سره تشبیه کړي چې تل پرې حرامې دي لکه چې ورته ووایې:ته په ما داسې حرامه یې لکه زما د مور شا(البحر المحیط).
[۳] ـ ځینې یهودیان به چې راتلل نو خوله به یې کږه وږه کړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یې ویل(السام علیکم)یعنې مرګ دې در باندې وي.(تفسیر الماوردی)
[۴] ـ مفسرین دا حکم د همدی ایت په وروستیو الفاظو (فان لم تجدوا .......... او فاذ لم تفعلوا)منسوخ ګڼي.(تفسیر البیضاوی)