Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

Numéro de la page: 521:520 close

external-link copy
31 : 51

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

ابراهیم وویل:استازو!ستاسې هدف څه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
32 : 51

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

هوی وویل:مونږ د یو مجرم قوم لپاره رالیږلي شوي یو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 51

لِنُرْسِلَ عَلَیْهِمْ حِجَارَةً مِّنْ طِیْنٍ ۟ۙ

تر څو له خټو جوړ شوي کاڼي پرې ووروو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 51

مُّسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُسْرِفِیْنَ ۟

دا هغه ډبرې دي چې ستا د رب له لورې له پولو اوښتو خلکو ته په ګوته شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 51

فَاَخْرَجْنَا مَنْ كَانَ فِیْهَا مِنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

نو مونږ له کلي نه ټول مؤمنان وښکلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 51

فَمَا وَجَدْنَا فِیْهَا غَیْرَ بَیْتٍ مِّنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۚ

او مونږ پکې پرته له یوه کور نه نور مسلمانان مینده نه کړل. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 51

وَتَرَكْنَا فِیْهَاۤ اٰیَةً لِّلَّذِیْنَ یَخَافُوْنَ الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ؕ

او هلته مو یوه لویه نښه د هغو کسانو لپاره پریښووله چې له دردناک عذاب ډاریږي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 51

وَفِیْ مُوْسٰۤی اِذْ اَرْسَلْنٰهُ اِلٰی فِرْعَوْنَ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟

او د موسی کیسه هم یو پند دی چې مونږ له ښکاره دلیل سره د فرعون په لور ولیږه. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 51

فَتَوَلّٰی بِرُكْنِهٖ وَقَالَ سٰحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟

فرعون د خپل توان او زور په غرور مخ واړاو او ویې ویل:موسی کو ډګر یا لیونی دی. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 51

فَاَخَذْنٰهُ وَجُنُوْدَهٗ فَنَبَذْنٰهُمْ فِی الْیَمِّ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟ؕ

نو مونږ فرعون او لښکر يي راونیول او په سیند کې مو ډوب کړل په رښتیا هغه د ملامتیا وړو. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 51

وَفِیْ عَادٍ اِذْ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمُ الرِّیْحَ الْعَقِیْمَ ۟ۚ

او دعادیانو کیسه هم له پند نه ډکه وه.مونږ پر هغوی یو طوفاني بې خیره باد راوالوزاو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 51

مَا تَذَرُ مِنْ شَیْءٍ اَتَتْ عَلَیْهِ اِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِیْمِ ۟ؕ

په هر شي به چې راته نو د وراسته او غورځول شوی په شان به یې کاوه. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 51

وَفِیْ ثَمُوْدَ اِذْ قِیْلَ لَهُمْ تَمَتَّعُوْا حَتّٰی حِیْنٍ ۟

او د ثمودیانو کیسه هم پند دی کله چې هغوي ته وویل شو:چې تر یوه ټاکلي وخت مزې او چړچې وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 51

فَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ فَاَخَذَتْهُمُ الصّٰعِقَةُ وَهُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟

د خپل رب له حکم نه یي سروغړولو نو یوی سختې کړیکې په داسې حال کې ونیول چې هغوی نیغ نیغ ورته کتل. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 51

فَمَا اسْتَطَاعُوْا مِنْ قِیَامٍ وَّمَا كَانُوْا مُنْتَصِرِیْنَ ۟ۙ

نه ورسره د پورته کیدلو توان وو،او نه یې ځان ژغورلی[۱]شو. info

[۱] ـ یا یې معنا ده چې نه یې د چا نه بدل اخیستلی شو.(البحر المحیط في التفسیر).

التفاسير:

external-link copy
46 : 51

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟۠

او له ټولو نه اول مونږ د نوح قوم هلاک کړ.ځکه چې فاسق خلک وو. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 51

وَالسَّمَآءَ بَنَیْنٰهَا بِاَیْىدٍ وَّاِنَّا لَمُوْسِعُوْنَ ۟

او اسمان مونږ په خپلو لاسونو جوړ کړی او مونږ پراخي راوستونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 51

وَالْاَرْضَ فَرَشْنٰهَا فَنِعْمَ الْمٰهِدُوْنَ ۟

او ځمکه مو خوره کړې ده او مونږ نښه غوړوونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 51

وَمِنْ كُلِّ شَیْءٍ خَلَقْنَا زَوْجَیْنِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ ۟

او مونږ هر شی جوړه پیدا کړی دی.ښايې چې تاسې پند واخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 51

فَفِرُّوْۤا اِلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚ

نو الله ته په منډه ورشئ.زه تاسې ته د هغه له لورې یو ښکاره ډاروونکی یم. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 51

وَلَا تَجْعَلُوْا مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ ؕ— اِنِّیْ لَكُمْ مِّنْهُ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

او له الله سره نو معبودان مه نیسئ.زه تاسې ته د هغه له لورې یوه ښکاره داروونکی یم. info
التفاسير: