Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

فتح

external-link copy
1 : 48

اِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِیْنًا ۟ۙ

اې پیغمبره! مونږ تاته څرګنده فتحه درکړه. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 48

لِّیَغْفِرَ لَكَ اللّٰهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْۢبِكَ وَمَا تَاَخَّرَ وَیُتِمَّ نِعْمَتَهٗ عَلَیْكَ وَیَهْدِیَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِیْمًا ۟ۙ

ترڅو الله ستاسې تیر او راتلونکي ګناهونه وبښي او خپله لورینه پر تا بشپړه او سمه لار دروښايي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 48

وَّیَنْصُرَكَ اللّٰهُ نَصْرًا عَزِیْزًا ۟

او الله درسره خورا پیاوړی کومک وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 48

هُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ السَّكِیْنَةَ فِیْ قُلُوْبِ الْمُؤْمِنِیْنَ لِیَزْدَادُوْۤا اِیْمَانًا مَّعَ اِیْمَانِهِمْ ؕ— وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟ۙ

الله هغه ذات دی چې د مؤمنانو په زړونو کې يي ډاډ ورواچاوو تر څو خپل ایمانونه لا پیاوړي کړي. د اسمانونو او ځمکي ټولې لښکرې یوازې د یو الله دې. او الله په هر څه پوه او د حکمت څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 48

لِّیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا وَیُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عِنْدَ اللّٰهِ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟ۙ

او تر څو مؤمن سړي او مؤمنې ښځې هغو جنتونو ته ننه باسي چې لاندې ترې ویالې روانې دي او تل تر تله به هملته وي. د هغوی ټول بدکارونه به ورژوي دا کار د الله په وړاندې خورا لوی بری دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 48

وَّیُعَذِّبَ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ الظَّآنِّیْنَ بِاللّٰهِ ظَنَّ السَّوْءِ ؕ— عَلَیْهِمْ دَآىِٕرَةُ السَّوْءِ ۚ— وَغَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَاَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ ؕ— وَسَآءَتْ مَصِیْرًا ۟

او تر څو هغو منافقو سړیو، منافقو ښځو، مشرکانو سړیو او مشرکانو ښځو ته جزا ورکړي چې: د الله په هکله بد ګومانونه کوي په بدۍ کې راګیر او الله پرې عضب کړی او په لعنت يي کړل او دوزخ يي ورته تیار کړی دی. او هغه د ورتګ خورا بد ځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 48

وَلِلّٰهِ جُنُوْدُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟

د اسمانونو او ځمکې ټولې لښکرې یوازې د یو الله دې. او هغه پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 48

اِنَّاۤ اَرْسَلْنٰكَ شَاهِدًا وَّمُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟ۙ

اې محمده! بې له شکه چې ته مونږ شاهد، زیری ورکوونکی او ډارونکی لیږی يې. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 48

لِّتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتُعَزِّرُوْهُ وَتُوَقِّرُوْهُ ؕ— وَتُسَبِّحُوْهُ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟

ترڅو تاسې په الله او د هغه په رسول ایمان راوړئ د الله د دین ملاتړي او د هغه تعظیم وکړئ سهار او ماښام يي په پاکۍ سره وستايې. info
التفاسير: