Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

محمد

external-link copy
1 : 47

اَلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَضَلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟

الله د هغو کسانو کړني بابیزه او ضایع کړي چې کافران شوي او د الله له لارې نه يي خلک منع کړي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 47

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَاٰمَنُوْا بِمَا نُزِّلَ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّهُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ ۙ— كَفَّرَ عَنْهُمْ سَیِّاٰتِهِمْ وَاَصْلَحَ بَالَهُمْ ۟

او کومو کسان وچې ایمان راوړی او نیکي کړني يی خپلي کړي او هغه حق يي منلی چې د رب له لورې پر محمد نازل شوی الله يي ټولې بدې کړنې رژولي او د هغوی حال يې ښه کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 47

ذٰلِكَ بِاَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوا اتَّبَعُوا الْبَاطِلَ وَاَنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّبَعُوا الْحَقَّ مِنْ رَّبِّهِمْ ؕ— كَذٰلِكَ یَضْرِبُ اللّٰهُ لِلنَّاسِ اَمْثَالَهُمْ ۟

دا ځکه چې کافران په باطلو پسې تللي. او مؤمنان پر هغه حق روان دي چې د رب له لورې راغلی په دې توګه الله پاک خلکو ته د هغوی مثالونه وړاندې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 47

فَاِذَا لَقِیْتُمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَضَرْبَ الرِّقَابِ ؕ— حَتّٰۤی اِذَاۤ اَثْخَنْتُمُوْهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ ۙ— فَاِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَاِمَّا فِدَآءً حَتّٰی تَضَعَ الْحَرْبُ اَوْزَارَهَا— ذٰلِكَ ۛؕ— وَلَوْ یَشَآءُ اللّٰهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ ۙ— وَلٰكِنْ لِّیَبْلُوَاۡ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ ؕ— وَالَّذِیْنَ قُتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ فَلَنْ یُّضِلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟

کله چې تاسې له کافرانو سره لاس په ګریوان شوئ نو غاړې يي غوڅې کړئ. تر هغو چې ښه يي وځپئ بیا يي بندیان ښه کلک وتړئ نو یا يي د ښیګڼې له مخې او یا يې د فدې په بدل کې خوشې کړئ. او تر هغو همدې کار ته دوام ورکړئ تر څو جنګ خپله وسله په ځمکه کیږدي. دا ستاسې کار دی . که الله غوښتلی نو په خپله به يي له هغوۍ نه بدل اخیستي وو. خو هغه دا لار خوښه کړې چې تاسې یو پر بل وازمايې. او څوک چې د الله په لار کې وژلې شوي دي، هیڅکله به يي کړنې بابیزه او توۍ نشي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 47

سَیَهْدِیْهِمْ وَیُصْلِحُ بَالَهُمْ ۟ۚ

ډیر ژر به الله لار ور وښایې او حال به يي ښه کړي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 47

وَیُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ ۟

او هغه جنت ته به يې ننه باسي چې له پخوان نه يي ورته په ګوته کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 47

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تَنْصُرُوا اللّٰهَ یَنْصُرْكُمْ وَیُثَبِّتْ اَقْدَامَكُمْ ۟

اې مؤمنانو! که تاسې د الله د دین ملاتړ وکړئ هغه به ستاسې ملاتړ وکړې او پښې به مو کلکې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 47

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَاَضَلَّ اَعْمَالَهُمْ ۟

او کوم کسان چې کافران دي هلاکت يې په برخه او الله يې عملونه بابیزه کړې دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 47

ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ كَرِهُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ ۟

دا ځکه چې دوی هغه څه بد ګڼل چې الله نازل کړي دي نو الله يې هم ټول عملونه تس، نس کړل. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 47

اَفَلَمْ یَسِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَیَنْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— دَمَّرَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ ؗ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ اَمْثَالُهَا ۟

ایا په ځمکه کې نه دي ګرځیدلي چې وګوري چې د هغو خلکو پای څه وه چې وړاندې تیر شوي دي؟ الله پرې تباهي راوسته او کافران هم د هغوی په څیر حال سره مخ کیدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 47

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ مَوْلَی الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاَنَّ الْكٰفِرِیْنَ لَا مَوْلٰی لَهُمْ ۟۠

دا ځکه چې: الله د مؤمنانو دوست او کار جوړوونکی دی او کافران هیڅ دوست او کار جوړوونکی نه لري. info
التفاسير: