Traduction des sens du Noble Coran - La traduction pachtoue - Sarfarâz

Numéro de la page:close

external-link copy
109 : 11

فَلَا تَكُ فِیْ مِرْیَةٍ مِّمَّا یَعْبُدُ هٰۤؤُلَآءِ ؕ— مَا یَعْبُدُوْنَ اِلَّا كَمَا یَعْبُدُ اٰبَآؤُهُمْ مِّنْ قَبْلُ ؕ— وَاِنَّا لَمُوَفُّوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ غَیْرَ مَنْقُوْصٍ ۟۠

نو ای پیغمبره! د هغه څه په هکله چې دا کافران يې رابلي په شک او ګومان کې مه پریوزه. دوی د همغه څه عبادت کوي چې وړاندې يې پلرونو عبادت کاوه. مونږ به هم د هغوی برخه په پوره ډول بې له کموالي ورکړو. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 11

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَاخْتُلِفَ فِیْهِ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّهُمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟

دا خبره پخه ده چې مونږ موسی ته کتاب ورکړ خو د هغه په هکله اختلاف وشو. که ستا د رب له لورې له وړاندې نه خبره نه وای شوې نو خامخا به د هغوی په مینځ کې پریکړه شوې وه. او دا خبره هم ډاګیزه ده چې ننه ني کافران هم د قران په هکله شکمن او د تردد په څپو کې لالهانده دي. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 11

وَاِنَّ كُلًّا لَّمَّا لَیُوَفِّیَنَّهُمْ رَبُّكَ اَعْمَالَهُمْ ؕ— اِنَّهٗ بِمَا یَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟

او په دې کې هیڅ شک نشته چې ستا رب د هغوی د کړنو پوره بدله ورکړې. ځکه چې له ټولو کړنو نه يې خبر دی. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 11

فَاسْتَقِمْ كَمَاۤ اُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا ؕ— اِنَّهٗ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟

ای محمده! ته اوستا هغه ملګري چې د حق لور ته ګرځیدلي دي همغه شان په حق برابر اوسئ چې حکم يې درته شوی دی او له پولو نه وړاندې مه ځئ. الله پاک ستاسې کړنې ډیرې ښي ویني. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 11

وَلَا تَرْكَنُوْۤا اِلَی الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ ۙ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ اَوْلِیَآءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ ۟

د ظالمانو په لور مه کږیږئ که نه نو اور به مو راښکیل کړي او له الله برته به مو نه دوستان وي او نه به څوک ملاتړ وکړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 11

وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ طَرَفَیِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِّنَ الَّیْلِ ؕ— اِنَّ الْحَسَنٰتِ یُذْهِبْنَ السَّیِّاٰتِ ؕ— ذٰلِكَ ذِكْرٰی لِلذّٰكِرِیْنَ ۟ۚ

او دورځې په دواړو اړخونو او د شپې په اوږدو کې لمونځ کوه. بې له شکه چې نیکي بدي له مینځه وړي. دا خبره د پند اخیستونکو لپاره ښه پند دی. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 11

وَاصْبِرْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

او زغم خپل کړه ځکه چې الله پاک هیڅکله هم د نیکو کارانو بدل نه بابیزه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 11

فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُوْنِ مِنْ قَبْلِكُمْ اُولُوْا بَقِیَّةٍ یَّنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِی الْاَرْضِ اِلَّا قَلِیْلًا مِّمَّنْ اَنْجَیْنَا مِنْهُمْ ۚ— وَاتَّبَعَ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مَاۤ اُتْرِفُوْا فِیْهِ وَكَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟

ولې له تاسې نه په پخوانیو خلکو کې د عقل او هوښ څښتنان نه وو چې په ځمکه کې يي د فساد مخه نیولې وای؟ هو! که وو هم خورا لږ وو چې مونږ له عذاب نه خلاص کړي وو. او ظالمان په هغه څه پسې ولاړل چې پر دوی يې لورینه شوې وه([۱۴]ج) او هغوی ګناه ګاران وو. info

[۱۴] د هغو نعمتونو غلامان شو چې الله ورکړی وو( ابن جریر الطبری).

التفاسير:

external-link copy
117 : 11

وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِیُهْلِكَ الْقُرٰی بِظُلْمٍ وَّاَهْلُهَا مُصْلِحُوْنَ ۟

او ستا رب هغه کلي په ناحقه نه دړې، وړې کوي چې اوسیدونکي يي سمون راوستونکي وي. info
التفاسير: