Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou - Centre de traduction Rawwâd

بقره

external-link copy
1 : 2

الٓمّٓ ۟ۚ

الم [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 2

ذٰلِكَ الْكِتٰبُ لَا رَیْبَ ۖۚۛ— فِیْهِ ۚۛ— هُدًی لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ۙ

دا کتاب (دی) هیڅ شک په دې (کتاب) کې نه شته (چي د الله تعالی له لوری نازل شوی دی)، (دغه کتاب) لارښوونکی دی د پرهیزګارانو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 2

الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِالْغَیْبِ وَیُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟ۙ

هغه کسان چې پر غیبو ایمان (باور) لري او لمونځ کوي (سم یې ادا کوي سره له ټولو حقوقو) او له هغو شیانو چې موږ دوی ته ورکړي دي (د الله تعالی د رضا لپاره یې) مصرفوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 2

وَالَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ وَمَاۤ اُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ ۚ— وَبِالْاٰخِرَةِ هُمْ یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ

او هغه کسان چې ایمان لري (دوی) پر هغه (کتاب) چې نازل کړی شوی دی تاته او (پر) هغو (کتابونو) چې له تا وړاندې نازل شوي دي، په آخرت باور (یقین) کوي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 2

اُولٰٓىِٕكَ عَلٰی هُدًی مِّنْ رَّبِّهِمْ ۗ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

دغه (ستایلي شوي کسان) د خپل رب له لوري پر سمه لاره دي او هم دوی پوره بریالي دي. info
التفاسير: